کور / تازه خبرونه / ترافيکي پېښي ۴ پوليس ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړه

ترافيکي پېښي ۴ پوليس ووژل او ۱۲ يې ټپيان کړه


په يوې ترافيکي پېښي کي چي تېره شپه د ميدان وردګ د سالارو په سيمه کي رامنځته سوه  څلور تنه ملي پوليس مړه او دوولس نور ټپيان سوي دي .


حادثه کندهار کابل پر لويه لاره هغه وخت رامنځته سوه چي د پوليسو کاروان کابل ته پر لاره روان و ، په ژوبل سويو کسانو کي د يوه تن روغتيا يي حالت خطرناک ښوول سوی دی .


دا لومړی ځل نه دی چي ملي پوليس دداسي پېښو قرباني کيږي ، ډيری کسان پر ملي پوليسو او ملي اردو نيوکه کوي چي ډيرئ هغه ځوانان چي د موټر چلولو جواز نه لري د پوليسو او ملي اردو ( رينجر موټر ) چي ويل کيږي ډير ځواکمن موټرونه دي په کليو او ښارونو کي په ډيره تيزي چلوي چي هم دوی ته او هم عامو وګړو ته د خطر لامل ګرځي .