کور / اسلامي / جنتي انسان

جنتي انسان


 
خدای جل جلاله وملايکو ته وفرمايل چي پر ځمکه انسان خپل خليفه ټاکم٠
ملايکو وويل: ايا داسي يو څوک خپل خليفه ټاکې چي وينه به تويوي او فساد به کوي؟


خدای جل جلاله وفرمايل: په هغه څه چي زه پوهېږم تاسي نه پوهېږئ٠


انسانان و نړۍ ته راغلل، خدای جل جلاله ورته د اشرف المخلوقات خطاب وکړ، په انساني کرامت يي ونازول او د عقل په نعمت يي له چارپای سره توپير کړل٠


هو ! يوه انسان ډېر څه وکړل، ټول ښه عملونه يي ترسره کړل اوډيرې ښيګڼې او نېکمرغۍ يي په برخه سوې٠
د مور او پلار په خدمت کښي کښته پورته سو، مور او پلار يي دوعا وکړه، نه يي د چا زړه ازار کړ، نه يي د چا ازار واخيست اونه ښېرا، خو دئ لا هم نه پوهيږي چي پای به يي کوم ځای وي٠


يوه بل د اشرف المخلوقات په ډله کښي شامل انسان هم ډېر څه وکړل، دی هم کرار کښېنه ناست، له راتګه سره سم يي و خنجر ته لاس ور اوږد کړ، راوايي خيست، شاوخوا يي ټول وګړي په وينو لتاړ کړل، پرمختګ يي وکړ، ټوپک يي جوړ کړ، د ټوپک له خولې وتلې مرمۍ يي د ورور په سينه کښي سړې کړې او د وينو چينې يي ترې راوخوټولې، بل انسان يي ازار کړ، غاړه يي ورسوری کړه او په تار يي راوزړاوو، په ملامت او سلامت پسي يي سر و نه ګرځاوو، کورونه او ولسونه يي د غم پر کلي مېشته کړل او د ډېرو ښېرا يي په نصيب سوه، خو دی له ها بل انسانه ډېر بختور دی ځکه چي له اوسه لا پوهيږي چي جنتي دی٠