کور / z_buitenland_news -- 5 / مخالفان خوشي کيږي ، مشرف عربستان ته ولاړ

مخالفان خوشي کيږي ، مشرف عربستان ته ولاړ


دآسوشيېټډپرس دخبري آژانس په حواله  پاکستاني چارواکو نن اعلان وکړ چې د هغو مخالفانو د آزادۍ لړی يې چې په تيرو ورځو کې د بېړني حالت د نافذېدونه وروسته بنديان سوي وه  شروع  کړېده .
د خوشي سوي بنديانو په کتار کې زياتره هغه وکيلان او مخالفان شامل دي چې د مشرف عادي مخالفان بلل کېدله  . د عمراخان په ګډون د نورو ګوندو لوړ کچي رهبران لا تر اوسه په بنديخانو کې دي . ويل کيږي چې عمراخان د نامعلوم وخت لپاره د نه خوړو په اعتصاب لاس پوري کړی دی . نوموړی  د قضایی سیسټم اعاده  او په پاکستان کې د قانون ژوندی کېدل غواړي .
ويل کيږي چې دکراچي په ايالت کې دوکيلانو او د بشري حقوقو د فعالانواو د بې نظیر بوټو دملاتړ کونکو په ګډون   ۳۰۰ تنه خوشي سوي دي .  همدارنګه په بلوڅستان کې هم د ۵۰ تنو په شاوخوا کې سياسي فعالان  د بنده خوشي سوي دي .
د آسوشيېټډپرسآژانس زياتوي چې پرويز مشرف نن سه شنبه و سعودي عربستان ته ولاړ تر څو ددغه هيواد د پاچا ملک عبد الله سره خبري اتري وکړي . نوازشريف د پاکستان پخوانی صدراعظم هم په دې هيوادکې اوسيږي .