کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د کلتوري ودي ټولني څخه مننه کوو

د افغانستان د کلتوري ودي ټولني څخه مننه کوو

20-11-2007


د افغانستان د کلتوري ودي ټولني او په اروپا کي د افغاني کلتوري ټولنو د ګډي جرګې مشر ليکوال او کره کتونکي ښاغلي زرين انځور د جرمني د کولن په ښار کي د لراوبر ويبباڼي د چلوونکي سره د ليدني کتني پر مهال د لراوبر ټکی کام  ادارې ته د نوموړي ټولني له خوا د وروستيو چاپ سويو کتابونو څخه اووه سرليکه بېلابېل علمي او پوهنيز کتابونه دډالۍ په توګه وسپارل .


د يادوني وړ ده چي د افغانستان د کلتوري ودي ټولني د لسو کالو څخه په کمه موده کي په دې توانېدلې ده چي د ګڼ شمېر علمي او ټولنيزو غونډو او نړيوالو سيمينارونو جوړولو تر څنګ سل سرليکه بېلابېل علمي ، تاريخي او څېړنيز ګټور اثار چاپ او خپلو هيوادوالو ته يې وړاندي کړي ، په دې ډول دا يوازنۍ ټولنه ده چي د لسو کالو څخه په کم وخت کي يې يوازي او يوازي د خپلي ټولني دغړو  د مياشتني غړيتوب څخه په ترلاسه سويو پيسو تر نورو ټولو ټولنو ډیر او پام وړ کلتوري خدمتونه ترسره کړي دي .


د لراوبر ټکی کام مشرتابه او کارکوونکي ددوی څخه د منني او کوروداني تر څنګ ددې ټولني مشرتابه او ټولو غړو ته د لوی افغانستان د کلتوري او پوهنيزو هڅو په لاره کي د لازياتو برياليتوبونو دعاګاني کوي .


په درناوي


د لراوبر ټکی کام اداره