کور / تازه خبرونه / ایتلاف: په غزني او پکتیا کې پنځه وسلوال نېول شوي دي.

ایتلاف: په غزني او پکتیا کې پنځه وسلوال نېول شوي دي.

لر او بر ویبپاڼې ته د ایتلافي ځواکونو راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دغو ځواکونو تېره ورځ په غزني کې دوه وسلوال طالبان د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ نېولي ، خبرپاڼه دا ډول لیکي چې ایتلافي ځواکونو په پکتیا ولایت کې هم د عملیاتو په ترڅ کې دری وسلوال طالبان نېولي دي، دوی وايي چې په زرمت کې یې د عملیاتو په مهال د بهرنیو طالبانو یو ځایګی پیدا کړ له دری موټرسایکلو او ډالرو یې سره بهرني وسلوال طالبان نېول دي. خو لا تراوسه د طالبانو ویاندویانو څه ندي ویلي.