کور / د ډيورنډ کرښه / د ډيورند کرښه :د سيمي او نړۍ په سولي او ثبات باندي د ناسور ټپ

د ډيورند کرښه :د سيمي او نړۍ په سولي او ثبات باندي د ناسور ټپ

ليکنه: حفیظ الله سباوون

په سیمې او نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګیدو او مخدره موادو د کر کیلې- قاچاق او تروریزم دمخنیوي لپاره ضرور دي چې نړیواله ټولنه هغه ستونزې له منځه یوسي چې سوله او ثبات یې په خطر کې اچولي او د مخدره موادو کر کیلې اوقاچاق او تروریستي فعالیتونو لپاره یې مناسب شرایط منځته راوړي دي .
انګریزي استعمارچیانو د خپلو ګټو په خاطرد افغانانو په سینه د دیورند توره کرښه راښکله چې په نتیجه کې یې نه یواځې د افغانستان خلک په څو برخو وویشل شول ، بلکې د استعماري راتلونکو توطیود پلي کیدو په خاطر په اصطلاح (( ازاد قبایل )) هم منځته راغلل .

انګریزانو((  ازاد قبایل )) د یو خاص رژیم لاندې ، چې هغه د هر ډول معاصرو علمي- تخنیکي پرمختګونو نه لیرې ساتل و ، دا سیمه د نورو دوو برخو : اوسني افغانستان او برطانوي هند پورې تړل شوې برخې ، نه بیله او د یوې داسې سیمې په توګه منځ ته راوړه چې نه به پکې افغانستان لاسوهنه کوي او نه به پکې برطانوي هند.

له هم هغه  و خت نه افغانان ،پښتانه ، په درو ((خپلواکې)) ، ((ازادې )) او (( تابع )) برخو ددې لپاره وویشل شول چې دا قوم یوواحدسیاسي- ټولنیز هویت ونه لري  . خوله هم هغه وخت نه انګریزانوپه (( ازادوقبایلو)) کې  د خاصو مقرراتو له لارې په دغه سیمه کې خپلوموخو لاس ته راوړو لپاره لاسوهنې کولې . او هغه دا چې ددوئ په وړاندې دانګریزانو د مقرراتونه د سرغړونو په خاطر دسیمې مشر یا ملک ځواب ورکونکی و  . په سیمه کې چې به هرچاد انګریزانو د ګټواو مقرراتوضد کار سرته رساوه د سیمې ټول خلک به مسؤل ګڼل کیدل ، ترڅوبه پخپله د خلکو له خوا نوموړی سړی د سیمې د مشر یا ملک له لارې انګریزانو
ته وروپیژندل شو.

خو انګریزانو د خلکو د اقتصادي ،فرهنګي او ټولنیزو پرمختګونواو یا د ستونزو د اوارولو مسؤلیت په غاړه نه درلود . او په دې ډول د ازادو قبایلو خلک د هر ډول ښوونیزو- روزنیزو، روغتیایي او اقتصادي ښیګڼو او معاصر علم او تخنیک نه لیرې وساتل شول او خپلمنځي دښمنۍ،تربورولۍ او د ورور وژنې فعالیتونه پکې ازاد پریښودل شول . چې دغو ازادیو په نورو سیمو کې ددغو اعمالو مرتکبین  هم هڅول چې دې سیمې ته راشي .

 دغه انګریزي چلند او مقررات باید له سلو کلونو نه زیات دوام نه وای کړی او د قرار داد له مخې پای ته  رسیدلي وای، (یوشمیر پلټونکي ټینګار کوي چې د قرار داد په نوم دغې لیکنې کې امیر عبدالرحمن خان  لاسلیک نه دی کړی)  . دا چې لا تر اوسه پورې د امیر عبدالرحمن خان سره یوازې د سلو کلونو لپاره دغه قرار داد دوام لري په ښکاره د پښتون قوم په مقابل کې د انګریزانو او متحدینواو د سیمې د هیوادونو ، لکه پاکستان  د دښمنۍنه ډک چلنداو هڅه ده ،کومه چې د بشر د حقوقوسره په بشپړ مخالفت کې نه یواځې یو قوم ، بلکې کورنۍ یو بل نه بیلوي او په دې کار سره په یو واحد هویت باندې د پښتنو د راټولیدو مخه نیسي او نه پریږدي چې دا قوم خپل برخلیک پخپله وټاکي .

پاکستان هم ددې لپاره چې پښتانه په یو هویت راټول نه شي ، ((ازاد قبایل )) لکه د انګریزانو په څیر د ((صوبه سرحد))  یا پښتونخواه  نه بیل او په اسلام اباد پورې وتړل او لکه د پخوا په شان هڅه شویده چې د خپلو ټولو کرغیړنو پلانونوعاملین ، دنړۍ بنسټپالان او تروریستان په همدغه سیمه کې میشت کړي او د افغانستان او نړۍ د سولې او ثبات په مقابل کې ګواښ منځ ته راوړي او د سیمې اصلي اوسیدونکي ( پښتانه )  د نړیوالو مخالفت   او ځپلو سره مخامخ کړي .

نړیوال باید پوه شي چې د (( ازادو قبایلو ))  پښتانه بنسټپالان او تروریستان نه دي . دوئ ډیر غوره رواجونه او قومي ارزښتونه لري ،چې ددې خلکو ټولنیزې چارې  پرې پر مخ ځي . له دې سیمې نه لومړی انګریزانو او اوس پنجابیانو د خپلو توطیو د سرته رسولو په خاطر د بنسټپالنې ،تروریزم او مخدره موادو د قاچاق سیمه جوړه کړیده . چې دا توطیې په لومړي سر کې پخپله د دې سیمې د خلکو د سوکالۍ په مقابل کې جوړې شویدي او بیا پرې د افغانستان او نورې نړۍ دخلکو سوله ایز ژوند ته د یوستر ګواښ په توګه په کار وړل کیږي .

د (( ازادو قبایلو )) سیمه د خپل منځته راتګ له اولې ورځې نه د استعمارچیانو د توطیو له امله د ستونزو او له ټولې نړۍ نه جلا او د نړیوال علم او فرهنګ نه محرومه ، وروسته پاتې سیمه ده ، چې د ناسور دټپ بڼه یې غوره کړیده . تر څو دا ټپ په خپل طبیعي ډول جوړ نه شي ، دا سیمه به د کړکیچ او ستونزو سیمه وي او نه یواځې به د افغانستان ، بلکې دسیمې او نړۍ سوله اوثبات هم د ګواښ سره مخامخ کولای شي .
په طبیعي ډول د دې ناسور ټپ جوړیدل یواځې د استعمار په واسطه  تپل شوې د دیورند د تورې کرښې له منځه وړل او د کرښې دواړو خواوو خلکو، چې یو پښتون قوم پورې تړلي دي یو کیدل دي .د((ازادو قبایلو))د سیمې ستونزې ، بې له دې چې د دیورند تپل شوې کرغیړنه کرښه له منځه ولاړه شي او ددې کرښې دواړوخواوو ته پښتانه په یوواحد هویت راټول شي بله لار نه لري .

د علامه اقبال د وینا سره سم چې : اسیا د اوبو او خاورو یو وجود دی او افغان ملت په دې وجود کې زړه دی ،چې ددې  زړه ناروغي داسیا ناروغي او نړیدل دي او روغتیا یې د اسیا روغتیا او غوړیدل . څرنګه چې ددې ملت ستره برخه پښتون قوم جوړوي نوځکه د سولې او ثبات لپاره باید دا قوم  یو او ستونزې ونه لري .که پښتون قوم ټوټې ټوټې او ستونزو سره مخامخ وي نو څرنګه کیدای شي ،چې د اسیا زړه ( افغانستان  )  دې روغ پاتې شي او د اسیا او نړۍ په سولې او ثبات دې ناوړه اغیز ونه کړي .

که نړیواله ټولنه غواړي ، چې په سیمې او نړۍ کې سوله او ثبات ټینګ شي،نو باید افغانان نور ددیورند تورې  استعماري کرښې پواسطه ټوټې ټوټې پاتې نه شي او د اسیا په وجود کې دا زړه دې په طبیعي او تاریخي پولو کې په خپل ځانګړي واحد هویت راټول شي .

لنډه دا چې د برطانیې د استعماري ګټو په خاطرد اسیا په زړه (افغان ملت ) باندې چې کوم د ناسورټپ(دیورند کرښه  ) ایښودل شوی و ، اوس باید د مخدره موادو او تروریزم سره  د مبارزې او نړیوالې سولې او ثبات لپاره  د اسیا له زړه ( افغان ملت ) نه د ناسور دا ټپ (د دیورند کرښه ) لیرې شي . دې د ټولو نړیوالو نورمونو اوبشر د حقوقونه څرګندې سرغړونې ته ، چې نه یواځې یو قوم  بلکې کورنۍ یوبل نه بیلوي ، بایدد نړیوالې ټولنې لخوا د پای ټکی کیښودل شي . افغانان حق لري د خپل یووالي لپاره د خپلې مبارزې  د بریالیتوب په خاطر د نړیوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه وکړي .

باید دا ومنوچې د امریکې او متحدینو ، په خاص ډول پاکستان ، زور واکي  نه شي کولای په ((ازادو قبایلو)) کې اوسنۍ ستونزې د جګړو او نظامي لارې پواسطه له منځه یوسي . د دې ستونزو داواري او له منځه وړولار یواځې او یواځې د دیورند د غیر قانوني کرغیړنې کرښې له منځه وړل اوپه یو واحد هویت د کرښې دواړو خواو ته پرتو پښتنو یو کیدل دي او بس . په دې ډول به له یوې خوا د نړۍ د بنسټپالانو او مخدره موادوقاچاقچیانو لپاره د پټیدو ځای له منخه ولاړ شي او له بل پلوه به د دوو ګاونډیوهیوادونوافغانستان او پاکستان  اړیکي چې د دیورند د کرښې د تپلوپه خاطرډیر ځلې خرابې شویدي ، د متقابل درناوي او ګټو پر بنسټ نورمال او د دوستۍ تر پولې لوړ شي .

و من الله التوفیق