کور / تازه خبرونه / فرانسه: طالبانو تښتول سوى فرانسوى خوشي كړ

فرانسه: طالبانو تښتول سوى فرانسوى خوشي كړ


د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت وايي طالبانو هغه فرانسوى سوداګر پسله يوې مياشتي بند څخه خوشي كړ، چي له كندهار څخه كابل ته په لاره كي يې تښتولى و.
د بهرنيو چارو له وزارت څخه يوه خپره سوې پاڼه وايي، نوموړى د پنجشنبې په ورځ له خپلو دوو افغان ملګرو سره يو ځاى د طالبانو د بند څخه آزاد سو.
فرانسه وايي د ۳۷ كلن سوداګر جوهن فريخوس روغتيا د ډاډ وړ ده، اوس خپل هيواد ته په لاره كي دئ.
افغان چارواكي هم د فرانسوي سوداګر او دوو افغان ملګرو د خوشي كېدو پخلى كوي.
د غزني د ولايتي شورا غړى حاجي تاج محمد موسى وايي طالبانو دغه كس د پيسو په بدل كي خوشي كړى دئ.
د نوموړي په وينا طالبانو اول د فرانسوي او دوو افغان ملګرو په بدل كي د خپلو شپږو طالب بنديانو د خوشي كېدو غوښتنه كوله، خو دا چي افغان حكومت ونه منل، وروسته فرانسې د پيسو معامله ورسره وكړه.
جوهن فريخسوس له تېر يوه كال راهيسي په افغانستان كي يوه ساختماني كمپنۍ خلاصه كړې وه، چي تېره مياشت د غزني په ګيلان ولسوالي كي د طالبانو له خوا وتښتول سو.
د افغانستان د ملي امنيت يوه چارواكي د فرانس پريس آژانس ته ويلي چي نوموړى سوداګر د غزني په ګاونډ ولايت وردګ كي نن سهار د فرانسې سفارت چارواكو ته وسپارل سو.