کور / تازه خبرونه / قبايلي طالبانو د سولي له خبره سره بايكاټ وكړ

قبايلي طالبانو د سولي له خبره سره بايكاټ وكړ


قبايلي طالبان وايي دوى به له پاكستاني حكومت سره تر هغه وخته سوله ونكړي، تر څو د مې د ۲۱مي نېټې د تړون ټولي ژمني نه وي پر ځاى سوي.
د قبايلي طالبانو يو مشر علي بخت وايي د پښتونخوا ايالتي حكومت له دوى سره ژمنه كړې وه، چي ټول طالبان به خوشي كېږي او پاكستاني پوځيان به له قبايلي سيمو څخه پر شا كېږي.
د علي بخت په وينا نه يې ټول ملګري خوشي سوي او نه هم پوځيان له قبايلي سيمو څخه وتلي دي.
د پښتونخوا ايالي چارواكو د جمعې په ورځ طالبان په پېښور كي يوې قومي جرګې ته راوبلل، چي راپورته سوي ستونزي له دې لاري اواري كړي.
خو طالبان وايي د تړون په مخكي نوري ستونزي نسته، فقط د مې د ۲۱مي نېټې ژمني دي پر ځاى سي.
طالبانو حكومت ته د جون تر ۲۳مي نېټې وخت وركړى چي كه يې غوښتني ونه منل سي، دوى به بيرته په پاكستان كي خپلو بريدونه پيل كړي.
بلي خوا ته د پاكستان د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك د پښتونخوا ايالتي حكومت له طالبانو سره خبرو ته تشويق كړى دئ.
دا په داسي حال كي ده چي نوموړي تېره مياشت طالبانو ته ګواښ كړى و، چي كه پر پاكستاني پوځيانو بريدونه ونه دروي، حكومت به د سولي تړون بيرته مات كړي.