کور / تازه خبرونه / وردګ: د سيد اباد د سالارو سيمه کي ۵۰ موټره سوځول سوي

وردګ: د سيد اباد د سالارو سيمه کي ۵۰ موټره سوځول سوي

د وسله والو طالبآنو لخوا نن دوردګ ولايت دسيدابآد ولسوالي دسالارو په سيمه کې ۵٠ موټر وسوځول شول اودجنرال بآبا جان دورور اجمل پورې دتړلي شرکت  دامنيتي ساتونکيو دوه سرف موټر يې له ځآن سره يوړل .


دوسله والو طالبآنو وياند ذبيح الله مجاهد له يوناڅرګند ځاي څخه وويل چې په دې بريد کې يې داته پوليسان  وژلي اودوه رنجنر موټر يې هم له منځه وړي دي .


مجاهد وويل چې په دغه بريد کيې ددوي ملګرو ته کومه مرګ زوبله نه ده اوښتي اودکمپاين ٥٠ موټر يې سوځولي او اته موټر يې له پوځي اوخوراکي توکيو ډک له ځان سره خوندي ځاي ته وړيدي .


دسيداباد ولسوال دآکټر مسلم ومنله چې دطالبآنو لخوا دکمپاين دموټرو څخه يې ٤٨سوځولي او پنځه موټر يې چې طالبآنو بيولي وو بيرته راوستلي دي .


ډاکټر مسلم هم ومنله چې دجنرال بابه جان دورور دشرکت دوه سرپ موټر طالبآنو له ځان سره بيولي دي


ولسوال ادعاوکړه چې په سيمه کې يې دطالبآنو  پسي عمليات پيل کړي دي اوتردې مهال دلاسته راوړنو په اړه څه نه شي ويلاي


ددې بريد له امله دکابل کندهار لويه لاره دپنځو ساعتونو لپاره بنده وه اوپه دې لاره تلووونکي موټر په خامه لاره تلل .


دحميد ګل په نوم يوتن موټر چلوونکي ويل چې پنځو س موټر يې په خپلو سترګو ليدلي دي چې سوځدلي وو .


هغه وويل چې لاره هم دڅو ساعتونو لپاره بڼده وه .