کور / شعر / روحاني ملګريه !

روحاني ملګريه !

روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟


بيا هلمند باندې بمونه اورېدلي
بيا د لارې د سر ماين  دى پټاو شوى
 بيا په شنو باغو اورونه لګېدلي


روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې  !؟


بيا يوچا ځان سره ګڼ قدونه مات کړل
 بيا له خړ کلي لنبې را پورته کېږي
 خداى خبر چې بيا يې څو کوره ميرات کړل ؟


روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟


توره  وريځه د ګرشک په سر خوره ده
 هر پلو خواره واره هډونه ښکاري
ته به وايې  چا سپړلې هديره ده


روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟


څوک وئ  : بيا يې بلا ډېر ترهګر مړه کړل
بل پلو وئ :   ميوندى  ياد تازه شوى
 مکناټن سره يې ډېر روحونه مله کړل
خو ،
روحاني ملګريه پاسه خبر نه يې !؟


ستا دکلي ماشومان ټول  تري تم دي
 پاس په ونو کې سرې شنې لوپټې ښکاري
 د سرونو انبارونه هر قدم دي


 روحاني ملګريه پاسه را وچت شه !


هلمندۍ مور ځينې وه کوه پوښتنه
د جګړې د قربانيانو غږ کړه پورته
 له ړنګ کلي نه دې بيا وکړه ليدنه


روحاني ملګريه اوس هم ته په کار يې


کليوال دې لا هماغه شان قتلېږي
هيڅوک نه شته چې وروستۍ سلګۍ يې واوري
چوپه خوله ترېنه سرونه جلا کېږي


 روحاني ملګريه پوه شوم ګيله من يې


   ستا په غم کې د تمساح اوښکې بهېږي
    جمعې وشوې لا قاتل دې معلوم نه شو
    داسې خاورې ته دې بيا کله زړه کېږي






محمد نعمان دوست ، کابل ، دچنګاښ ٤مه
Numandost75@yahoo.com


 عبدالصمد روحاني ، زما خوږ ملګرى چې د تېرې مياشتې په ١٨مه ، په هلمند کې  لادرکه شو او په سبا يې بې روحه بدن وموندل شو .