کور / تازه خبرونه / هلمند: برتانيې يو بل عسكر له لاسه وركړ

هلمند: برتانيې يو بل عسكر له لاسه وركړ


د برتانيې د دفاع وزارت خبر وركړ چي په افغان جګړه كي يې نن سهار يو سرتيرى هم له لاسه وركړ.
د دفاع وزارت وايي دغه برتانوى د هلمند ولايت په سنګين ولسوالي كي لومړى له له طالبانو سره په جګړه كي ټپي سو، او وروسته يې ساه وركړه.
د خبر پاڼي له مخي د وژل سوي عسكر نوم به د كورنۍ تر اجازې وروسته اعلان سي.
دا په افغانستان كي د برتانيې ۱۰۵ عسكر دئ چي له ۲۰۰۱ كال راهيسي وژل كېږي.