امريكا پاكستان ته ۱۵۰ ميليونه ډالره مرسته اعلان كړه
د امريكا د سنا مجلس د پاكستان سره د ۱۵۰ ميليونه ډالرو د مرستي پرېكړه تصويب كړه.
امريكا وايي دا يې د پاكستان نوي جمهوري حكومت ته ډالۍ ده، چي د ملكي چارو په سمون كي يې ولګوي.
ويل كېږي چي امريكا به پاكستان ته څلور دانې ايف ۱۶ جنګي الوتكي هم وركړي، چي كلونه مخكي پاكستان له امريكا څخه رانيولي وې.
د امريكا د سنا مجلس د مرستي اعلان په داسي وخت كي كوي، چي له ۲۰۰۱ كال راهيسي ورسره د پاكستان اړيكي تر بل هر وخت ترينګلي سوي دي.
امريكاي هغه وخت د پاكستان له سختو نيوكو سره مخ سوه، چي دوې اونۍ مخكي يې الوتكو په مومند ايجنسي كي د پاكستان ۱۳ امنيتي پوځيان ووژل.