کور / تازه خبرونه / د پښتونخوا چارواكو ۱۸ طالب بنديان خوشي كړل

د پښتونخوا چارواكو ۱۸ طالب بنديان خوشي كړل

د پښتونخوا وزير اعلى بشيراحمد بلور وايي ايالتي حكومت د سوات د تړون له مخي ۱۸ طالب بنديان خوشي كړل او د نورو د خلاصون هڅي هم رواني دي.
نوموړي وويل موږ جنګ نه غواړو، كه څه هم خلګ دا د حكومت كمزوري وبولي.
هغه وويل دوى د ملكنډ او نورو سيمو له طالبانو سره هم په پرله پسې ډول اړيكي ساتلي دي، چي ډېر ژر به ټولي غلط پامۍ ليري سي.
وزير اعلى د اتلسو طالبانو د خوشي كېدو اعلان وروسته له هغه كوي، چي د جمعې په ورځ د سوات طالبانو پاكستاني حكومت ته ګواښ وكړ، چي كه يې د جون تر ۲۳مي غوښتني ونه منل سي، دوى به د سولي تړون بيرته مات كړي.
طالبانو ويل چي د مې د ۲۱مي په تړون كي پاكستاني حكومت ژمنه كړې وه، چي ټول بندي طالبان به خوشي كوي او له قبايلي سيمو به خپل پوځيان باسي.