کور / تازه خبرونه / په راولپنډۍ كې دوې چاودنې وشوې

په راولپنډۍ كې دوې چاودنې وشوې

نن سهار د راولپنډۍ هوايي ډګر او فوځي مركز ته څېرمه پرلپسې دوې درنې چاودنې وشوې .


چې له امله د پېښې ځاى ته  څېرمه كورونه لړزېدلي  او ښيښې يې پر ځمكه پرېوتې دي .


. په پېښه كې تر دا مهاله د كوم ځاني او مالي زيان په اړه چا څه نه دي ويلي .


دا په داسې حال كې ده چې نن په راولپنډۍ كې د جنرال طارق مجيد په مشرۍ د پاكستاني فوځ يوه غونډه هم كېدونكې ده .


د پېښې په اړه نور جزيات به ليږ وروسته پر ليكه شي .