کور / راپور / د كندهار له ۲۶۹ ښوونځيو ۱۳۷ يې تړلي دي (راپور)

د كندهار له ۲۶۹ ښوونځيو ۱۳۷ يې تړلي دي (راپور)

 


د اتل راپور 


د پوهني وزير محمدحنيف اتمر په كابل كي په يوه خبري ناسته كي وويل چي دا مهال د هيواد په جنوبي سيمو كي پنځه سوه ښونځي د نا امنيو او ټك و ټوك له امله د زده كونكوپر مخ تړلي سوي دي.
له دې جملې څخه يوازي په کندهار ولايت کې د وروستيو امنيتي پېښو او ناکراريو له امله د دغه ولايت ١٣٧ ښوونځي تړل شوي، چې په پايله کې يې نږدې څلوېښت زره ماشومان له زده کړې بې برخې پاتې دي .
د دغه ولايت د پوهنې د رياست تدريسي مرستيال روح الله اغا وايي چې په ټوليزه توګه په ټول کندهار کې ٣٦٩ښوونځي شتون لري، چې له دې جملې څخه (٢٣٢) ښوونځي فعال او پاتې نور يې غير فعال دي.
د هغه په وينا د يادو شويو ښوونځيو د تړل کېدو لامل  په ولسواليو او کليو کې خراب امنتيي حالت دى، چې له مخې يې زده کوونکي او ښوونکي نه شي کولى خپلې درسي چارې په سمه توګه پر مخ بوځي.
نوموړي د کندهار په ښاري سيمو کې د زده کړې بهير سم او ګړندى وباله، خو زياته يې کړه چې په لرې پرتو ولسواليو کې د تېرو څو مياشتو په جريان کې ګڼ شمېر ښوونځي سوځول شوي او ښوونکيو ته د وسلوالو له لوري ګواښونه شوي دي .
د پوهنې د تدريسي مرستيال روح الله اغا په خبره، د يادو شويو ستونزو د له منځه وړلو او تړل شويو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو په موخه يې هلې ځلې پيل کړي او په دې لړ کې يې له ولايتي شورا، د  ولايت له مقام، د سولې او پخلاينې له ملي کمېسيون، ديني عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې کړې دي .
اغا هيله وښوده، چې د يادو شويو ادارو او خلکو په مرسته به ډېر ژر تړل شوي ښوونځي بيرته پرانيستل شي او په ناکرارو سيمو کې به نجونو او ماشومانو ته د زده کړې لازم شرايط برابر کړي .
په دې وروستيو کې د کندهار د نورو ولسواليو تر څنګ د شاوليکوټ او خاکرېز ولسواليو قومي مشرانو هم د تړل شويو ښوونځيو د بيرته پرانيستلو هوډ کړى او له حکومت څخه يې د مسلکي ښوونکيو او درسي موادو غوښتنه کړې ده .
چې دغه پروسه له څه مودې را هيسې د ولايتي چارواکيو او قومي مشرانو په ملتيا پيل سوې او په نږدې وخت کې به په دې ولايت کې ١١٢ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي.
  له دې جملې څخه د ٥١  ښوونځيو د ودانيو د رغونې کار پاى ته رسېدلى او په راتلونکيو څو ورځو کې به د ١١ نورو ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو قرار دادونه لاسليک سوي دي.
 د دې ښوونځيو لپاره د يادو شويو ودانيو د جوړولو کار دکندهار پر مرکز برسېره په  سپين بولدک، ډنډ، ارغنداب، تخته پل، دامان، پنجوايي، شاوليکوټ او خاکرېز ولسواليو کې يا بشپړ شوى او ياهم دوام لري .
 همدارنګه د پوهنې وزارت د پلان له مخې به په روان کال کې د کندهار په هره ولسوالي کې يوه ديني مدرسه هم جوړه سي،  چې په دې لړ کې د پنجوايي، ارغنداب او سپين بولدک په ولسواليو کې د درېو_ درېو ديني مدرسو د جوړولو کار عملاً پيل سوى وو.
 له دې هر څه سره – سره د پوهنې په برخه کې د مسلکي ښوونکيو کمښت د يوې سترې ستونزې په توګه يادول كيږي، چې دکندهار ګڼ شمېر ښوونځي د ښوونکيو له نشتوالي سره مخ دي.
  د هېواد ډېرى مسلکي ښوونکي ياخو سپين ږيري شوي، يا وفات شوي او يا هم د اقتصادي ستونزو له امله په يو شمېر موسساتو کې کار کوي .
ډيرى كسان په دي اند دي چې که د ښوونکيو معاش اضافه  شي، نو ګڼ شمېر مسلکي ښوونکي به جذب کړاى شي، چې هغه مهال به د زده کړې معيار هم ور سره اوچت شي.
د کندهار ولايت ګڼ شمېر قومي مشران او ځايي اوسېدونکي هم د تړل شويو ښوونځيو د بېرته پرانېستلو هرکلى کوي او وايي چې په دې برخه کې دي د پوهنې له رياست سره هر اړخېزې مرستې وسي .
   په كندهاركي  يو تن ښوونكي قرانمل  د يوه پيغام په ترڅ كي غوښتنه كوي چې په جنګ جګړوكي دي دواړه ښكېلي غاړي د ښوونې او روزنې مرکزونه  د خپلو سياسي موخو ښکار نه  ګرزوي،  تر څو ماشومان د ناپوهۍله تورو تيارو څخه راووځي.
 بايديادونه وسي چي د ښووني او روزني وزارت د شوي سروې له مخې دامهال په افغانستان  کې شپږ اعشاريه دوه ميليونه ماشومان په زدکړو بوخت دي چې د يوسلو پنځه شپيته زرو ښونکو لخو ورته زدکړي ورکول کيږي.
 په روان کال زېږديز کال کې د ټول کندهار (١١٢٩٠٠) زده کوونکي ښوونځيو ته ځې چې له دې جملې څخه (٧٧٥٠٠) تنه هلکان او پاتې  يې (٣٤٥٠٠) تنه  نجونې دي .