هسپانيې دفوټبال د اروپايي اتلولۍ جام وګټئ 
نن په زرګونو هسپانويان په لارو او کوڅو کښي د فوټبال د اروپايي اتلولۍ جام په خپلولو خوشالي کوي .
هسپانيې برايي په ويانا کښي جرمني ته په ۳۳ مه دقيقه کښي ۱-۰ د پېرنانډو توررز لوبغاړي په توپ ماتي
ورکړه .
لوبغالي ته د جرمني د صدراعظمي تر څنګ د هسپانيې پاچاجان کارلوس او ملکه صوفيه هم راغلي ول؛ چي لوبغاړو ته يې د زړه له کومي مبارکي وويل .
د هسپانيې د فوټبال فدراسيون له لوري به لوبغاړو ته د اتلولۍ د ګټولو په موخه ۲۱۴ دوه لکه و څوارلس زره ايرو بيلي کړل سي .
بل لور ته په زرګونو جرمنيان دخوښۍ لمانځلو په موخه په برلين کښي سره راټول شوي ول؛ خو د هسپانيې دې ماتي خواشيني کړل :