کور / تازه خبرونه / وردګ: امريکايي بې پيلوټه څارګره الوتکه راوغورځېده

وردګ: امريکايي بې پيلوټه څارګره الوتکه راوغورځېده


تيرمازديګر په ورګو کې يه بي پيلوټه الوتکه راوغوځيدلي اودټوټو په راټولوو په خآطر يې په همدې خاطر امريکايانو دلټون عمليات پيل کړي دي

عيني شاهدانوپه وينا دغه بي پيلوټه الوتکه دسيدابادولسوالي دهفت اسياپه سيمه کې تيرمازديګر راغورځيدلي .

ددغه الوتکي دراغورځيدو سره سم مازديګر مهال ډيرشمير جيټ الوتکي او هم ځمکي شوبلې دبهرنيو ځواکونوسيمې ته راغلي ترڅو دالوتکي ټوټي پيداکړي .


ګل محمد دهفت اسيا اوسيدونکي ويل چې کله الوتکه راوغورځيدله نو خلک سيمي ته لاړل ترڅو وګوري  خوسيمې ته ډير ژر بهرني ځواکونه ورسيدل او په دې سيمه کې يې دکابل کندهار په لويه لار لومړي دوه بمونه چې ځاي پرځاي شوي و شنډکړل او بيا يي دتياري په لټون پسي وګرځيدل .

دهمدې عيني شاهد په وينا ناوخته ماښآم مهال يې بيا الوتکه پيداکړه اودوي ټانګونه ترډيره وخته په سيمه کې وو اوچورلکي  ا وجيټ ترډيره وخته ګرځيدلي

وردګ په دې وروستيو کې بهرنيوځواکونوته  دسختو ګذارونو ميدان ګرځيدلي دي تيره اونۍ ددوي  دوه ټانګونو اودرې سرتير ديوژباړونکي په ګډون دسيدابادولسوالۍ کې لمنځه تللي وو .

داپه داسي حال کې ده چې په دې ولايت کې دڅور ورځو لخوا عمليات پيل شوي د ي چې سميه ايزو خلکو انديښنې يې راپارولي دي

 دجغتو په ولسوالي کې يې دالوتکو له لاري سپيان دخلکو کورونوته ورخوشي کړي اودهغي په واسطه يې خلک نيولي  اوځورلي دي .

بهرنيان چې هميش دبشر پالنې اوبشري حقونوخبرې کوي کيداي شي دسپيانو په واسطه  دافغانانو نيولوته يې هم کومه بشري لار جوړه کړي