کور / تازه خبرونه / په فراه کې د پنځلسو طالبانو د وژلو ادعا شوی.

په فراه کې د پنځلسو طالبانو د وژلو ادعا شوی.

د کورنیو چارو وزارت په فراه کې د بکوا په دښته کې د پنځلسو وسلوالو طالبانو د وژلو ادعا کړې ده ، د کورنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر لر او بر ویبپاڼې ته ویلې چې تېره شپه اته بجې وسلوالو طالبانو په بکوا دښته کې د ملي پولیسو په پوسته برید کړې چې له بریدو وروسته د پولیسو له په شاه تمبول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت دا ډول وايي چې بیا وروسته د ناټو هوايي الوتکې سېمې ته را ورسېدلې او په دغو وسلوالو یې هوايي بمبارۍ وکړې چې له امله یې پنځلس وسلوال ووژل شوی دوی دا هم وايي چې د وژل شویو وسلوالو په منځ کې د طالبانو دری مهم قومندانان لکه ملا داوود، ملا رحمت الله او ملا منان هم شامل دي.
خو کورنیو چارو وزارت دا نه مني چې سرتېرو ته یې کوم زیان اړول شوې وي.