يوسف رضا ګيلان: د افغانستان په پياوړتيا كي زموږ ګټه ده
د امريكا د خارجه چارو مرستيال وزير ريچارډ باوچر په اسلام آباد كي د پاكستان له صدراعظم سره وليدل او د پاكستان، افغانستان او امريكا پر اړېكو، دترهګرۍ خلاف جنګ، په قبايلو كي د روانو عملياتو او يو لړ اقتصادي ستونزو په اړه سره وږغېدل.
صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي حكومت يې يوازي دهغو طالبانو سره خبرو ته حاضر دئ، چي وسلې كښېږدي، د ترهګرو سره به خبري نه كېږي، د ترهګرۍ پر خلاف جنګ كي د پاكستان ګټه ده او هيچا ته به اجازه ورنكړي چي دغه خاوره د ناپاكو مخو دپاره وكاروي.
يوسف رضا ګيلاني وويل په افغانستان كي د يوه مستحكم حكومت په جوړېدو كي د پاكستان هم ګټه ده.
نوموړي له ريچارډ باوچر څخه وغوښتل چي پاكستاني صناعت ته په امريكايي بازارونو كي دخرڅلاو زمينه برابره كړي.