کور / تازه خبرونه / د وردګو په ناامنۍ کې لوړپوړي حکومتي چارواکي لاس لري.

د وردګو په ناامنۍ کې لوړپوړي حکومتي چارواکي لاس لري.

نن لس بجې د وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ د څیڅي په کلي کې د ملي اردو د حمایوي لوا سرتیرو دوه موټره وسله نېولې ، عیني شاهدانو لر او بر ویبپاڼې ته له سېمې د ټیلفون په کرښه وویل چې دغه وسله لوړ پوړي دولتي چارواکو د وردګو د امنیت د خرابولو په خاطر له شماله سیمې ته لیږدولې او په سیمه کې یې خلک ګمارلي تر څو امنیتي وضعه کړکېچنه کړي.
لر او بر ویبپاڼه د هغو شواهدو په اساس خبر ورکوي چې د شمالي ټلوالې مهم غړي او د ملي دفاع وزارت لوی درستیزوال جنرال بسم الله خان پدی کې لوی لاس لري.
تر دی وړاندې په همدی سیمه کې دری ځلې داسې وسلې او وسلوال نېول شوي چې امنیت ته یې ګواښ را منځته کړی وو او له شمالي ولایتونو یې وسلې وردګو ته لېږدولې وی ولې د دولتي چارواکو په تېره بیا د جنرال بسم الله خان په ټینګار بېرته خوشې شوي وو، له ملي دفاع وزارت نه باوري سرچېنو لر او بر ویبپاڼې ته د نوم د نه ښودلو په صورت کې وویل چې جنرال بسم الله د ملي اردو په دغو سرتېرو فشار راوړی چې دا وسلوال زر خوشې کړي، پدې قضیه د ملي دفاع وزارت چارواکي او ان د ولسمشر کرزي دفتر او پخپله ولسمشر هم خبر شوی دی.