کور / تازه خبرونه / ستر جنرال سردار عبدالولي له نړۍ وکوچېد.

ستر جنرال سردار عبدالولي له نړۍ وکوچېد.

ستر جنرال سردار عبدالولي نن په نوي ډهلي کې د ورپېښې ناروغۍ له امله دی نړۍ وکوچېد، ستر جنرال سردار عبدالولي د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه زوم او د کاکا ځوی وو.


 ولسمشر کرزي د جنرال عبدالولي په مړېنې خواشیني ښودلې ویلي یې دي چې هغه غیور او وطن دوست سړی وو. د ولسمشرۍ ماڼې نه لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکلي چې په راتلونکې څو ورځو کې به د جنرال عبدالولي مړی کابل ته راوړي او دلته به یې په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاري.


سردار عبدالولي د مارشال شاه ولي خان ځوی وو چي په ۱۳۰۳ لمریز کال کې په کابل کې زیږدلی وو، هغه په فرانسه کې د بکلوریا په سویه له نظامي اکاډمۍ سند ترلاسه کړی ، انګلستان ته د پوهنتون د بشپړولو په خاطر تللی او هلته یې په کیمبرلي پوهنتون کې زده کړې کړي وی. هیواد ته په راستنېدو په قلعه جنګي کې يې دټولۍد قومندان په توګه دنده ترسره کړه، د مرکزي قول اردو د ارکان مشر او ګڼې نوری د ندی ترسره کړي.


نوموړی په ۱۳۵۲ کال کې په کودتا کې ونېول شو او زنداني شو چې بیا وروسته له خوشې کېدو ایتالیا ته ولاړ . له پخواني پاچا سره یو ځای د لنډمهالي ادراې پر مهال بېرته افغانستان ته راستون شو او د امن د جرګې دتیاري په کمیسیون کې  يې کار وکړ.