کور / تازه خبرونه / کابل پاکستانی شاژدافیر داحتجاج لپاره غوښتی.

کابل پاکستانی شاژدافیر داحتجاج لپاره غوښتی.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان شاژدافیر نن د احتجاج لپاره ورغوښتی وو او هغه ته یې په پاکستان کې دباجوړو په سیمه کې د دوو افغانانو د اعدامولو په خاطر رسمي احتجاج وړاندې کړی دی، هغې خبرپاڼې کې چې لر او بر ویبپاڼې ته د بهرنیو چارو وزارت نه رالیږل شوی ده لیکل شوي دي چې له پاکستان نه غوښتل شوي دي چې د دا ډول پيښو مخه دی په اینده کې ونه نېول شوي او له تروریزم سره جګړه دی ګړندئ شي.
څو ورځې وړاندې پاکستاني طالبانو دوه افغانان پدی خاطر حلال کړل چې د دوی په وینا جاسوسي یې کوله دوی په عام محضر کې حلال شوي چې زرګونه خلک ورته را ټول شوي وو.