کور / راپور / د سردار داود خان اود هغه د کورنۍ مړي وموندل شول

د سردار داود خان اود هغه د کورنۍ مړي وموندل شول

 




سردار محمد داود خان د خپل اکا د زوى پاچا محمد ظاهر شاه په وړاندې له يوې کودتا وروسته ځان د پنځوسمې لمريزې لسيزې په اوږدو کې ولسمشر اعلان کړ . 
د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داوود خان لمسي اعلان کړى او د هغه د نيکه اود کورنۍ د نورو غړو مړي يې د کابل په ختيځ کې په دوه بېلابېلو ډله ييزو قبرونو کې پيدا شوي دي .
سردار محمود خان غازي نن (شنبې، د اپريل ٢٨) په يو خبري کنفرانس کې د خواخوږۍ د پيغام په ورکولو سره وويل چې دغه ډله ييز کبرونه د څرخي پله زندان ته څېرمه پيدا شوي دي .


د داود خان د مړي د موندلو لپاره پلټنې د تېرو دوه مياشتو راهيسې د افغان ولسمشر حامد کرزي په امر د يو کميسون له خوا روانې وې .

د سردار محمد دواود خان اود هغه د کورنۍ د ١٨ تنو غړو د مړو د موندلو اعلان د هغه لمسي سردار محمود خان غازي وکړ .

د پخواني ولسمشر لمسي زياته کړه چې په دوه ډله ييزو کبرونو کې چې په يوه کې ١٦ تنه او په بل کې ١٣ تنه مړي موندل شوي دي .

هغه وويل د سردار محمد داوود خان د کورنۍ دټولو غړو مړي چې ١٨ تنه وو ، په دې ډله ييزو کبرونو کې د جامو له پاتې شونو او نورو ځانگړونو پيژندل شوي دي.

ښاغلي غازي وويل چې په دې منځ کې د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان مړى هم شته دى .

د سردار محمد داوود خان لمسي وويل چې ددوى ١١ تنه نور خپلوان هم په دې کبرونو کې وو چې مړي يې له ځينې پاتې شونو پېژندل شوي دي.

د افغانستان لومړنى ولسمشر سردار محمد داود خان د١٣٥٧ لمريز کال د غوايي په ٧ نېټه د خلق ديموکراتيک گوند په پوځي کودتا کې د کورنۍ له يو شمېر غړو سره ووژل شو.

څو وخته وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د يو کمېسيون په جوړولو سره د پخواني ولسمشر د مړي د موندلو لپاره د پلټنو امر ورکړ .

د سردار محمد داود خان لمسي دپخواني ولسمشر د کورنۍ د پاتې شونو په استازيتوب له ولسمشر حامد کرزي او له نودو دولتي چارواکو مننه وکړه چې دهغه د مړي په پيدا کولو کې يې مرسته کړې ده .

د سردار محمد داود خان کورنۍ وايي ددغو قبرونو څخه لاسته راغلي مړي يو خوندي ځاى ته لېږدول شوي ديړ خو لا څرگنده نه ده چې افغان دولت د دغو مړو د بيا خښولو لپاره څه ډول گامونه پورته کوي .


 له بي بي سي په مننه