طالبان وايي د لوګر ( ازره ) ولسوالي يې نېولې ده

د لراوبر اداره | جون 30th, 2008


طالب وياند ذبيح الله لراوبر ته په راليږلې خبرپاڼه کي ليکي چي ددوی وسله والو طالبانو تيره شپه ،د هغه وسله وال او پراخ بريدپه ترڅ کې چې په سلګونو طالبانو پکې برخه اخستي وه ، د لوګر ولايت د” ازره” پر ولسوالۍ چې ددې ولايت له مرکز نه ختيځ لوري ته پرته ده ، د نوموړي په وينا د اسلامي امارت دمجاهدينو له خوا ترسره شو، له امله يي د ولسوالۍ مرکز او شاوخواسيمې په بشپړه توګه فتحه شوې دي .

طالب وياند وايي په بريد کې چې څوساعته يي دوام درلود ، د ولسوالۍ د امنيه قوماندان په شمول شپږ (۶)تنه پوليس وژل شوي چې مړي  يي اوس  هم د ولسوالۍ په ودانۍ کې پراته دي .

نوموړی زياتوي چي په جګړه کې دولسوالۍ تعميرپه بشپړه توګه له منځه تللی اوپکې څلور(۴) رينجر موټر سوځول شوي هم دي .

ذبيح الله مجاهد وايي په بريد کي نه يوازي دا چي ددوی کسانو ته زيان نه دی اوښتی بلکي په ولسوالۍ کې ددښمن نه پاته شوي ګڼ شمير وسلې او مهمات  غنيمت نيول شوي دي  .

 

Copyright Larawbar 2007-2024