کور / تازه خبرونه / ناروې ميشت فرهنګپالو په ادبي غونډو پيل وکړ

ناروې ميشت فرهنګپالو په ادبي غونډو پيل وکړ

 

په ناروې کې میشتو یو شمیر افغان لیکوالو، شاعرانو او مینه والو د افغان ادبي ناستې تر سرلیک لاندې یو غونډه وکړه نوموړې ادبې ناسته چې د ښاغلي اټک یوسفزي په دیره کې تر سره شوه، دوه برخې یې درلودې: لومړي پر ادبي او کلتوري مسایلو ژورې او بنسټیزې خبرې وشوې او بیا د منظم پرمختګ او راتلونکې په اړه ځینې پریکړې وشوې غونډه والو په یوه خوله وویل چې د دې ادبې ناستو لړۍ به هم داسې په پرله پسې توګه روانې ساتي او په هره میاشت کې به یوه ادبي ناسته کوي په همدې لړ کې پریکړه وشوه چې د راتلونکې میاشتې په ۲۶مه به د ښاغلی فرهنګ پال نعیم ویاړ په دیره کې ورته ادبې ناسته ترسره کیږي. په همدې ترڅ کې د یاد ژورنالست ښاغلی محمد طارق بزګر په وړاندیز ومنل شوه چې په راتلونکې ناسته کې به د خوږ ژبې ویناوال ښاغلی مصطفی آمن هغه شعرونه تر کره کتنې لاندې ونیول شي چې د دعوت په وروستۍ ګڼه کې په ځانګړي ډول خپاره شوي دي.

تر ژورو خبرو اترو  او لږې دمې وروسته د ادبې ناستې د مشر میلمه ښاغلی انجنیر محمد انعام واک له خوا د ناستې دوهمه برخه یانې مشاعره پیل شوه چې، پکې د ښاغلی اجمل اټک یوسفزی،  ښاغلي مصطفی آمن، ښاغلی پیلوټ فاروق ملاخیل، وړوکی سباوون جان بزګر، ښاغلی واک، او یو شمیر نورو ښاغلیو په خپل وار خپل شعرونه واورول. پاتې دې نه وي چې د برخه والو په خوښۍ او چکچکو بدرګه شول.

پورتنۍ ادبي ناسته چې د مازدیګر په شپږو بجو پیل شوې وه د شپې پر لسو بجو د ښاغلی نعیم ویاړ په دوعایی پای ته ورسیده