په افغانستان کې الکترونکي چارې پيل شوې
دافغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنگين وويل ددې سيسټم لومړنى عملي بهير به دسرشميرنې او دالکترونکي تذکرو له ويشنې پيل شي:
دافغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې د يو شمير دولتي چارواکو په روزلو سره يې د حکومت الکترونکي بڼه پيل کړې ده .
ددې پروگرام له لارې د حکومت د بيلا بيلو څانگو اود خلکو ترمنځ دمالوماتو او خدماتو راکړه ورکړه دمالوماتي ټيکنالوجۍ پر مټ ترسره کيږي .
دالکترونکي ادارې دسيسټم رامنځته کول د حکومت د پرمختيايي پروگرامونو برخه ده .
چارواکي وايي چې هڅه کوي له دې لارې دخلکو لپاره د اسانتياوو د رامنځته کولو ترڅنگ داداري فساد مخه ونيسي.
دمخابراتو د وزارت چارواکي وايي چې لومړنۍ عملي پروژه به يې دداسې تذکرو په اړه پيل شي چې دلرونکي په اړه يې ټول مالومات په يو کمپيوټري سيسټم کې ځاى په ځاى وي .
دحکومت الکترونکي بڼه په افغانستان کې د يو شمير دولتي کارکونکو له روزنې پيل شوې ده .
دمخابراتو وزارت وايي چې دا سيسټم به د يوې لوې شبکې له لارې ټولې دولتي ادارې سره وتړي .
دوى هيله لري چې په دې کار سره به ډيرى- اداري کارونه په لږ وخت کې په سم ډول ترسره شي.
دافغانستان د مخابراتو وزير اميرزي سنگين وويل ددې سيسټم لومړنى عملي بهير به دسرشميرنې او دالکترونکي تذکرو له ويشنې پيل شي:
دا ډول تذکرې دلرونکي په اړه يې ټول مالومات په يو کمپيوټري سيسټم کې لري .
دمخابراتو وزير هيله وښوده چې ددې پروژې په عملي کولو سره به د افغانستان په حکومتي ادارو کې د بيروکراسۍ او فساد مخه تر ډيره ونيول شي.
ددې بهير پلي کول دافغانستان حکومت د پرمختيايي تگلارې برخه ده چې د پاريس په کنفرانس کې پرې بحث وشو.
دافغانستان په ځينې خصوصي بانکونوکې دېته ورته يو اينترنيتي سيسټم وار له مخه پيل شوى دى چې د پيسو په ليږد راليږد کې کارول کيږي.
خو په نورو برخو کې دافغانستان حکومت وايي چې ددې سيسټم پلي کول به په ټولواداري چارو کې لږ ترلږه لس کاله وخت ونيسي او دا چې نژدې زر ميليونه ډالره پانگونې ته اړتيا لري.
له بي بي سي په مننه