د انګریزي استعمار او روسي امپراطوری په مقابل کي د امیرشیرعلي خان او سید جمال الدین افغاني دریځونه:دوهمه برخه

د لراوبر اداره | اگست 21st, 2016


 عبدالباري جهاني

دوهمه برخه

ډوک آف ارګایل د افغانستان او په خاصه توګه د امیر شېرعلي خان په مقابل کي د انګریز د حکومت او په تېره بیا د ګورنرجنرال لارد لیټن د غیرعادلانه سلوک په باب لیکي: « زه اعتراف کوم چي دا جملې د احساساتو د څرګندولو پرته نه سم لیکلای. په دې جملو کي داسي خبري او اعمال قید سوی دي چي زموږ هیواد ته یې یوه نه هېرېدونکې رسوايي ور په برخه کړې ده. تاریخ د داسي زورورو پاچاهانو او حکومتونو له اعلامیو او اعلانونو څخه ډک دی چي غوښتل یې په دروغو او ناحقه پلمو د کمزورو هیوادونو حقوق پایمال کړي او پر هغوی باندي خپلي حملې ریښتوني او په حقه وښيي. زه ګومان نه کوم چي په دې ټولو اعلامیو کي به دونه دروغ، بې عدالتي او بېځایه تورونه پیدا کړل سي لکه د برتانیې حکومت چي د کابل پر امیر باندي ولګول.
زه دا خبره تکراروم چي موږ په افغانستان کي نه د روسیې او نه د کوم بل هیواد نفوذ زغملای سو او دا هم منم چي د برټانیې حکومت دا نه سوای زغملای چي د کابل امیر دي روسي هیات ته د ورتلو اجازه ورکړي  او د برټانیې هیات دي خپلي خاوري ته پرې نه ږدي. مګر د برټانیې حکومت باید دې حقیقت ته متوجه وي چي د روسانو هیات د دوی د اعمالو په نتیجه کي کابل ته راغی. د بلي خوا، باید دې حقیقت ته هم توجه وکړي چي امیر شېرعلي د وایسرا هیات نه رداوه بلکه ویل یې چي د برټانیې ل هیات سره د ده شخصي لیدنه به غلط فهمي لیري کړي. امیر فقط دونه غوښتل چي د برټانیې هیات باید د ده د افسرانو او خلکو په مخ کي پر ده باندي تحمیل نه سي. دوی په دې پوهېدل چي هغه د هند د حکومت له فیصلې څخه شکایت نه کاوه بلکه ده او د ده افسرانو ته یې د انګرېزانو د لاپو شاپو څخه ډکو لیکونو او پیغامونو څخه، چي حتی د ده د زوی د ماتم په شپو کي یې هم ورته رالېږل، شکایت کاوه. دوی پوهېدل چي که په دنیا کي ریښتونی غم موجود وي هغه به د سردار عبدالله جان د مړیني له امله د امیرشېرعلي خان ماتم وي، چي تر ټولي دنیا ورباندي ګران وو او د ژوند ټول امیدونه یې په هغه پوري تړلي ول، خو د برټانوي هند حکومت لږترلږه د دغه لوی غم سړېدلو ته هم حوصله ونه کړه، او پر امیر باندي یې په داسي حال کي فشار اچاوه چي هغه د خپل ګران زوی د ماتم پر کمبله ناست وو… زموږ حکومت په ختیځه اروپا کي بې عدالتی او ظلمونه کړي دي، مګر که په هند کي د هغه بې عدالتیو ته وګورو نو په ختیځه اروپا کي سوي بې عدالتی د شیخ او زاهد عملونه ورته ښکاري. زه په پوړه زړه دا پېش بیني کولای سم چي هغه وخت راتلونکی دی چي هر انګرېز وګړی چي په پېښور کي د افغانستان د استازي په مقابل کي د لارډ لیټن جوابونه ولولي نو د شرم او خجالت احساس به کوي »ibidص ص ۵۱۴-۵۱۶
د نولسمي پېړۍ په وروستیو لسیزو کي د انګلستان د پارلمان غړي، سیاستمدار او ژورنالیسټ هینري لابوچيLabouchere Henryد برټانیې پر خارجي پالیسي باندي د تبصرې په ترڅ کي داسي جانانه اعتراف کړی دی چي په تاریخ کي په ثبتېدلو ارزي. هغه وايي« موږ بې له استثناء د نړۍ د تاریخ تر ټولو لوی داړه ماران او رهزنان یو. موږ تر نورو هیوادونو ځکه لا بدتر یو چي موږ منافقان هم یو؛ ځکه چي موږ هر وخت د خلکو شته منۍ لوټو او تل دا خبره کوو چي دا عمل د خلکو د خیر ښې ګڼي لپاره کوو. Very Foreign Affairs P 137
د افغان او انګلیس دوهم جنګ، د لومړي جنګ په څېر، د همدغو داړه ماریو، لوټماریو او منافقتونو په سلسله کي یو غیر عادلانه تحمیل سوې جګړه وه. جنرال سټولیتوف افغانستان ته د انګریزي هیات د لېږل کېدلو د خبر د اورېدلو سره سم د افغانستان څخه  ووت او لارډ لیتن پخپله لیکي چي په اروپا کي د سولي وروستۍ موافقې زموږ لاسونه ازاد کړل او امیر نور نه سي کولای چي یا موږ ته ستونزي پېښي کړي او یا له روسیې څخه د مرستي طمع ورته پیدا سي. دی وايي زه په دې عقیده یم چي که امیر زموږ سره دښمني راواخلي یوه هفته په کابل کي ژوند نه سي کولای او پر هغه باندي د فشار اچولو لپاره تر اوسنیو شرایطو بل هیڅ وخت مناسب فرصت لاسته نه وو راغلی. Lord Litton ص ۲۵۸
په زړه پوري خبره خو دا ده چي، د ځینو اسنادو له مخي، د روسیې مرکزي حکومت د افغانستان لپاره د جنرال سټولیتوف سفارت اصلا منظور کړی نه وو، او انګرېزانو ګواکي هسي خپل ځانته خیالي بلا جوړه کړې وه. لارډ سالیزبوري لارډ اوډو رسل ته په یوه لیک کي وايی چي دا سفارت لکه چي هسي افسانه وه. کونټ شووالوف چي په برلین کي وو د دغه سفارت په باره کي یې هیڅ خبره نه وه اورېدلې او له هغه څخه وروسته چي یې درې هفتې په سینټ پیټرزبورګ کي تیري کړې هم په دې سفارت خبر نه وو. کله چي ویلباډ ته ولاړ هلته يې په ورځپاڼو کي د دغه سفارت په باب خبرونه ولوستل؛ سمدستي صدراعظم ګورچاکوف ته ورغی او له هغه څخه یې پوښتنه وکړه چي روسیې کابل ته رسمي هیات لېږلی دی؟ ګورچاکوف ورته وویل چي هیڅ اطلاع نه لري. Sykes . ص ۱۰۹
افغانستان ته د جنرال ستولیتوف لېږل کېدل دومره مرموز او ضمنا بې اهمیته وه چي حتی د روسیې خارجه وزیر ایم ډي ګیرس په روسیه کي د برټانیې سفیر لارډ لوفټس د دې پوښتني په جواب کي چي آیا روسیې کابل ته کوم هیات لېږلی دی وویل چي نه د امپراطور حکومت او نه جنرال کوفمان دغه راز کوم هیات کابل ته استولی دی. ibid ص ۱۰۷
یو نظر خو لا دادی چي جنرال ستولیتوف صرف غوښتل چي د برټانوي هند او افغانستان ترمنځ بدبیني، چي پخپله د بحران سرحد ته رسېدلې وه، نوره هم زیاته کړي. ځکه یې شېرعلي خان ته مشوره ورکړه، چي په داسي حال کي چي د روسانو هیات په کابل کي وي، د انګریزانو هیات ونه مني، ځکه چي روسیه او انګرېزان د یوه بل سخت دښمنان دي او دا په ډیپلوماټیک لحاظ ښه نه دی چي د دواړو دښمنو هیوادونو استازي په یوه وخت کي په کابل کی وي. کله چي د برټانوي هند او افغانستان تر منځ اړېکي ښه ترخه سوه، او خبره د بحران سرحد ته ورسېده نو سټولیټوف له کابل څخه ووت، ګواکي هغه ته وظیفه ورکړه سوې وه چي د افغانستان او برټانوي هند اړېکي د جنګ حالت ته ورسوي. کله چي سټولیتوف پوه سو چي ماموریت یې بشپړ کړی دی نو  یو نا څاپه له کابل څخه ووت.   Afghanistan and British India ص ۱۹۱
که څه هم چي په افغانستان کي د انګرېزانو بری او پر هغه هیواد باندي د انګرېزانو د بشپړ تسلط زغمل د روسانو لپاره ګرانه خبره وه، مګر روسان مجبور ول چي دا تریخ حقیقت ومنيو ځکه چي په هیڅ صورت یې نه غوښتل چي د انګریزانو سره د افغانستان پر سر مخامخ جګړې ته ودرېږي؛ او نه یې د دې لپاره پوځي قوت درلود. ځکه نو د روسانو لپاره دا چنداني ګټوره خبره نه وه چي د امیرشېرعلي خان پرسر د انګریزانو سره مخالفت وکړي. په انګلستان کي د روسانو سلیر کونټ شووالوف لارد سالیزبوري ته ولیکل چي« کابل ته روسی هیات په داسي حالاتو کي استول سوی وو چي د برټانیې او روسیې ترمنځ اړېکي ډیر ترخه او خراب ول. کله چي زموږ ترمنځ اړېکي بهتر سول، هیات مو بیرته را وایستی. په آینده کي به د افغانستان له حکومت سره اړېکي نه ساتو. هغه کتاب ص ۱۹۴
خو وایسرا لارډ لیټن وچي ډبري ته سر نیولی وو. هغه له افغانستان سره د جنګ کولو او د امیر شېرعلی خان د پرزولو فیصله کړې وه؛ او په دې يې ځان قانع کړی وو چي روسان غواړي د افغانستان د لاري پر هند باندي حمله وکړي نو په هره توګه چي کېږي باید په افغانستان کي د روسانو د نفوذ مخه ونیوله سي. لارډ لیټن خارجه وزیر ته پېشنهاد وکړ چی « د امیر شېرعلي خان په مقابل کي، زموږ لپاره، درې لاري موجودي  دي. لومړی خو دا چي هم وډارول سي او هم یو څه ورکړه سي او په دې توګه د روسانو نفوذ د تل لپاره بې اثره کړه سي.
که دا ونه سي نو بیا له هغه سره ټولي مرستی او دوستانه اړېکي وشلول سي؛ د افغانستان پاچهي توټه ټوټه سي( چي زه فکر کوم په ډیره اسانی سره یې کولای سو) او د اوسني امیر پر ځای باندي داسی سړی کښېنوو چي زموږ دوست وي، زموږ ګټي وساتي او تر ډیره ځایه هر وخت موږ ته اړ وي.
که دا دواړه کاره ونه سي نو بیا زموږ د شمال لوېدیځ سرحد د ښه خوندي کولو لپاره باید  دافغانستان ډیره برخه اشغال سي. دا کار لکه څرنګه چي ځیني کسان یې ډیر ګران بولي هغومره ګران هم نه دی، خو زه وایم بهتره به دا وي چي  د لومړیو دوو کارونو څخه یو وسي» Lord Lytton ص ۲۵۵
لارډ لیټن خارجه وزیر ته ولیکل چي« ستاسي د اجازې سره سم، زه پېشنهاد کوم چي کابل ته یو برټانوی هیات واستول سي. له هغه څخه مخکي باید امیر ته یو پیغام ولېږل سي چي هیات پر لاري دی او باید چي امیر یې په داسي توګه هرکلی وکړي لکه د روسانو د هیات هرکلی چي یې کړی وو. له هیات سره به یو لیک ورسره وي او امیر ته به د ټولو هغو تېریو یادونه کوي چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړېکو په ارتباط یې کړی دي او برتانیې سزا نه ده ورکړې.  هغه کتاب ص ۲۵۶
لارد لیټن لیکلی پیغام کابل ته واستاوه او لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، امیرشېرعلي خان ته یې ډېر بیځایه اخطارونه ورکړي وه. امیر شېرعلی خان، د یوه مغرور افغان په حیث، د لارډ لیټن پټکې او، بې اجازې، د افغانستان خاوري ته د انګریزانو د استازو لېږل کېدل نه سوای زغملای؛ ځکه یې نو د خیبر د درې په خوله کي خپل منصبدار فیض محمد خان ته امر وکړ چي هیڅ انګریز ته اجازه ورنه کړي چي د افغانستان خاوري ته ننوزي. فیض محمد خان هم د انګریزانو د استازي کیوناري سره ملګرو پوځیانو ته، چي وروسته به سرنیویل چمبرلین هم ورپسې وای، د افغانستان خاوري ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه. لارډ لیټن د امیر شیرعلي خان دا حرکت د برټانیې امپراطوری ته  سپکاوی وباله او هغه ته یې اولټیماټوم ورکړ. لارډ لیټن امیر ته لیکلي وه چي د خپل دغه عمل له کبله دي د برټانیې له امپراطوری څخه رسما بخښنه وغواړي. د برتانیې حکومت ته دي اجازه ورکړي چي د افغانستان په خاوره کي دایمي استازي ولري او له هغو قبایلو سره دي غرض نه کوي چي د برتانیې له هیات سره یې د لارښوونکو وظیفه درلودلې ده.
امیر شیرعلي خان د اولټیماټوم شرایط ونه منل، او په حقیقت کي انګریزانو چنداني وخت هم ورنه کړ او د دریو خواوو يې پر  افغانستان باندي یرغل پیل کړ. امیر ته  وایسرا لیک د اکټوبر پر یود ېرشمه ورسېدی او هغه ته یې د نومبر تر شلمي پوري وخت ورکړی وو. امیر د وایسرا د لیک جواب د نومبر پر نولسمه ورکړ او هغه ته د نومبر پر یوویشتمه ورسېدی او داسي ښکاري چي د وایسرا ځیني غوښتني یې ورسره منلي هم وې، مګر مخکي له هغه چي د امیر ایلچي پېښور ته ورسېږي، وایسرا ځکه پر افغانستان باندي د حملې امر ورکړ چي د ده په نزد د اولتیماتوم وخت یوه ورځ تېر سوی وو.
وایسرا پر افغانستان باندي د یرغل لپاره په هند کي تر ټولو تکړه او لایق جنرالان انتخاب کړل. لومړي ستون، د تورن جنرال رابرټس په مشری د پیواړ کوتل او شترګردن د کوتل له لاري د کابل پر لور حرکت وکړ. دوهم ستون د ډګرجنرال ایس جې براون تر قوماندې لاندي، چي په درنو توپونو او وسلو سمبال وو، علی مسجد اشغال کړ او د جلال اباد پر لور یې حرکت پیل کړ. دریم ستون د ډګر جنرال ډانلډ سټیوارټ تر قوماندي لاندي د کوټي د لاري د کندهار پر لور حرکت وکړ. انګرېز مورخ ایچ جي کین لیکي چي د قواوو له ترکیب او وسلو د زیاتوالي څخه ښکارېده چي وایسرا په کابل کي د انګرېز استازي د نصبولو تر څنګ نور خیالونه او پلانونه لري. History of India Vol 2 ص ص ۲۹۴-۲۹۵
نوموړی مورخ لیکي چي له بده مرغه اکثر هغه لیکونه چي په هغه وخت او یا د پوځي عملیاتو په ترڅ کي د دولتي مقاماتو ترمنځ تبادله سوي او یوه بل ته لېږل سوي دي له منځه وړل سوي دي. دی وايی که هغه لیکونه موجود وای نو موږ به د هغو پېښو په باب دقیق او هر اړخیز قضاوت کولای سوای، خو اوس مجبور یو چي په موجودو لیکونو او اطلاعاتو قناعت وکړو. هغه کتاب ص ۲۹۷
په هر صورت، امیرشېرعلي خان د تزار څخه د مرستي اخیستلو لپاره د پیټرزبورګ په نیت د مزار شریف خواته روان سو ؛سردار محمدیعقوب خان يې له بنده خوشي کړ او قدرت یې ور وسپاره. د انګرېزانو استازی سر لویس کیوناري د ۱۸۷۹ کال د جولای پر څلېرویشتمه کابل ته ورسېدی. د هغه ډیرشان داره هرکلی وسو، مګر ایله شپږ هفتې یې تېري کړي وي چي په کابل کي د سپټمبر پر دریمه د انګرېزانو پر ضد عمومي پاڅون پیل سو او کیوناري یې د خپلو ټولو ورسره ملګرو سره وواژه او د هغه کور او مرکز یې وسوځاوه.
د روسانو لوبه او ښکاره نامردي:
امیرشېرعلي خان د خپل قدرت د لومړیو شپو ورځو څخه انګریزانو ته بدبین وو او د هغوی څخه یې د نفرت تر سرحد پوري بد راتلل؛ او دا نفرت یې تر مرګه وساتی. هغه، د یوه هوښیار امیر په حیث، د انګریزانو په زور هم خبروو او د هغوی سره یې د مخامخ کېدلو څخه ځان ژغوره. هغه، د افغانستان د اوسني جغرافیايي موقعیت په څېر، د شمال، لوېدیځ او ختیځ له لوري رقیبو او حتی دښمنو هیوادونو محاصره کړی وو. لوېدیځ لوري ته اېران د سیستان، هرات او بادغیس د لاندي کولو او د اېران په خاوره پوري د موښلولو خوبونه لیدل؛ چي هر شهزاده او سردار به یاغي یا مرور سو د اېران حکومت د خپلو شومو مقاصدو لپاره پناه ورکوله او د راتلونکو احتمالي دسیسو لپاره یې تنخوا ورته مقرروله. ختیځ لوري ته د برټانوي هند حکومت پروت وو چي د خپلو ستراتيژیکو مقاصدو لپاره یې هر وخت افغانستان قرباني کاوه. شمال ته د روسیې امپراطوری پرله پسې د مسلمانانو ښارونه او ملکونه لاندي کول او ګام په ګام د افغانستان پر لور را نیژدې کیدله. امیر لکه د ژبي پسته غوښه د دوه دېرشو غاښونو په منځ کي ګوزاره کوله.
په دغو حساسو او سختو شرایطو کي، چي امیر د سختو، داخلي او خارجي، ستونزو سره مخامخ وو، هغه ته، د کال ۱۸۷۰ د اپریل پر یوولسمه، د روسي ترکستان د ګورنرجنرال وان کوفمان لیک را ورسیدی.
امیرشېرعلي دې لیک یو څه وارخطا کړ او د لیک په دلیل پوه نه سو، نو هغه لیک یې کټ مټ وایسرالار مایو ته واستاوه. که څه هم چي امیر شېرعلي خان د ټولو لیکونو متنونه په کابل کي د انګریزانو استازي نواب عطامحمدخان ته ښکاره کول او هغه به کټ مټ کلکتې ته لېږل، خو انګریزانو څو کاله وروسته، دهغو لیکونو په پلمه، پر افغانستان باندي غیرعادلانه یرغل وکړ، که څه هم چي د انګریزانو اولویو قدرتونو په سیاسي قاموس کي هغه یرغل عین عدالت، او یا لږترلږه بد کار نه، وو.
د ۱۸۷۸ کال د جولای د میاشتي په پای کي د روسي ترکستان د ګورنر جنرال وان کوفمان استازی جنرال ستولیتوف د ورسره هیات سره کابل ته ورسیدی.دا چي د روسیې صدراعظم او خارجه وزیر وروسته د دې هیات پر اهیمت او رسمیت باندي منکر دي هغه بله خبره ده خو د محمودطرزي له خاطراتو څخه، چي د هیات هرکلی یې په خپلو سترګو لیدلی دی، ښکاري چي د کابل حکومت یې دروند استقبال کړی دی او د کابل خلک، که هرکلي ته راوتلي نه وه، نو ډیر زیات شمېر وګړي تماشې ته ولاړ ول. عسکري موزیکونه ږغېدل او د روسانو استازی د امیرشېرعلي خان له ورور سردارنیک محمد خان او قاضي قادرسره، چي دواړه د هغه د استقبال د مراسمو مسولین ول، پر یوه پیل باندي سپاره ول.  د دوی په لوی فیل پسې، دوه درې نور پیلان روان ول او پر هغو باندي سرداران او عالي رتبه مقامات سپاره ول او په خورا جم و جوش د بالاحصار خواته ولاړل. خاطرات محمود طرزي ص ص ۷۲-۷۳
کابل ته د روسي هیات د رسېدلو سره سم، په هغه شپه جنرال ستولیتوف ته د جنرال کوفمان ټلګرام ورسیدی او هغه ته یې لیکلي وه چي د افغانستان له مقاماتو سره هیڅ ډول تړون لاسلیک نه کړي او هیڅ ډول ژمني ورسره ونه کړي. البته جنرال ستولیتوف د امیرشېرعلي خان سره یو، نه چنداني مهم، تړون لاسلیک کړ. جنرال ستولیتوف سمدستي د تاشکند پر لور حرکت وکړ؛ جنرال راسګونوف، ډاکټر یاورسکي او څو تنه نور روسان یې، چي د هیڅ ډول قرارداد د لاسلیک کولو صلاحیت یې نه درلود، په کابل کي پرېښودل.
د دې خبري علت د برلین موافقتنامه وه چي د برلین د کنفرانس په پای کي تر لاسه سوې وه. جنرال ستولیتوف د برلین د کنفرانس په جریان کي له تاشکند څخه حرکت کړی وو او د کنفرانس د پای ته رسېدلو په وخت کي په لاره کي وو؛ ځکه نو د نتیجې څخه بې خبره پاته سوی وو. په هغه کنفرانس کي، چي انګلستان، جرمني او پروس، اطریش او هنګري، فرانسې، روسیې او عثماني ترکیې برخه پکښي درلوده، او د جون له دیارلسمي څخه د جولای تر دیارلسمي پوري روان وو، په اروپا کي پر ډیرو جنجالي موضوعاتو باندي موافقې سوي وې او، د نورو موافقو ترڅنګ، روسيې دا منلې وه چي افغانستان به د برټانیې د نفوذ د ساحې په حیث پېژني او د هغه هیواد په چارو کي به هیڅ ډول مداخله نه کوي.
امیرشېرعلي خان تر پایه تاشکند ته د جنرال ستولیتوف د دې ناڅاپي ستنېدلو په علت پوه نه سو او ترمرګه یې د انګریزانو په مقابل کي د روسانو د پوځي او مالي مرستي انتظار و ایستی. په کابل کي د روسيې د باقي پاته هیات غړي، چي جنرال راسګونوف یې مشري کوله، لاس تر زني ناست ول. هغوی نه پوهېدل چي څه وکړي او د امیر یوه سوال ته یې هم جواب نه سو ویلای. جنرال ستولیتوف په داسي تلوار له کابل څخه تللی وو چي ورسره روسیي هیات ته یې هم هیڅ نه وه ویلي. او جنرال راسګونوف په دې نه وو خبر چي ستولیتوف امیر ته څه ویلي او څه یې نه دي ویلي. راسګونوف بالاخره امیر شېرعلی خان ته مشوره ورکړه چی پخپله تزار ته یو لیک ولېږي او د مرستي غوښتنه ورڅخه وکړي. داکتر یاورسکي  دوهم جلد ص ۱۷-۱۸
امیر هم تزار ته لیک واستاوه او له هغه څخه یې د عاجلي مرستي غوښتنه وکړه او دغه راز یې جنرال کوفمان ته هم یو لیک واستاه او له هغه څخه یې وغوښتل چي تزار ته هغه مرستي چي له افغانستان سره یې ژمنه سوې ده ور په زړه کړي. په دغو ورځو کي وزیر شاه محمد خان ته د جنرال ستولیټوف یو لیک را ورسېدی چي ډاکټر یاورسکي وايی په فارسي ژبه لیکل سوی وو؛ پر املایی او انشايي غلطیو برسېره دومره مبهم لیکل سوی وو چي نه یې د سفارت غړي او نه افغانان په مفهوم پوهېدل. هغه کتاب ص ۱۸-۱۹
جنرال سټولیټوف په هغه لیک کي ، چي په ریشتیا سره هم بې مفهومه او هم له ډیپلوماټیک ارزښته خالي وو، ویلي وه چي« … زموږ امپراطور به له امیر او له افغانستان سره هغه څه چي لازم بولي وکړي. البته تا به زما هغه خبره نه وي هېره کړې چي ویل مي پاچهی داسي ده لکه د یوه هیواد غرونه، وادي ګاني او سیندونه. څوک چي پر یوه لوی غره ناست وي تول شیان ویني. د خدای په زور، په نړۍ کي زموږ د امپراطور سیال نسته. خدای دي اوږد عمر ورکړي. ځکه نو تاسي باید زموږ د حکومت مشورې ومنی. زه ریشتیا درته وایم چي زموږ حکومت لکه مار داسي هوښیار دی او لکه کوتره داسي بې آزاره دی.  ډیر داسي شیان دي چي تاسي نه په پوهېږی او زموږ حکومت په پوهېږي. داسي ډیر پېښېږي چي یو کار په لومړي سر کي ښه نه ښکاري خو وروسته بیا ښه نتیجه ورکړي. نو زما مهربانه دوسته! زه تاته اطلاع درکوم چي ستاسي د مشهور مذهب دښمن غواړي چي د ترکیې د سلطان د لاري ستاسي سره سوله وکړي. ځکه نو تاسي باید خپلو هغو وروڼو ته چي د سیند پر هغه بله غاړه ژوند کوي وګوری. که خدای پر حرکت راوستل او د جنګ توري یې را واخیستلې نو یالله بسم الله، کنه نو تاسي باید، د مار په څېر، په ښکاره سوله وکړی  او په پټه د جنګ لپاره تیاری وکړی؛ او کله چي خدای امر درته وکړي نو خپل نیت څر ګند کړی. دا به ستاسي په خیر وي چي ستاسي د دښمن استازی غواړي ستاسي خاوري ته درسي، خو په دې شرط چي تاسي د دښمن هیواد ته داسي لایق استازی ور ولېږی چي د مار په شاني ژبه ولري او غولونکي او له شیطانته ډکي خبري یې زده وي، او په خپلو خوږو کلماتو دښمن هک پک کړي او هغه دې ته وهڅوي چي د جنګ کولو څخه لاس واخلي…» Forty One Years ص ۵۵۷-۵۵۸
لارډ لیټن او انګریزی حکومت د برلین په موافقتنامه او له افغانستان څخه د روسي هیات د رییس جنرال ستولیتوف د بې نتیجې ستنېدلو په موضوع ښه خبر وه خو څرنګه چي د انګلستان کابینې د شېرعلي خان د پرزولو او د افغانستان د خاوري او ښارونو د اشغالولو فیصله کړې وه، او د یوه آسیایی هیواد د پاچا را پرزول او له هغه سره ، پرته له هیڅ دلیل څخه، د جنګ اعلانول او د هغه د هیواد تباه کول قانوني، مشروع او له هره اړخه روا عمل وو، نو په پالیسي کي یې هیڅ ډول تغیر رانه غی. وایسرا لارډ لیټن د روسیې هیات له ستنېدلو څخه څه باندي یوه میاشت وروسته ولیکل چي « نه له افغانستان څخه د روسي هیات وتل او نه د روسیې د حکومت له خوا اطمینانونه دا حقیقت پټولای سي چي په کابل کي د روسیې د هیات ډیر تود هرکلی سوی دی، په داسي حال کي چي زموږ هیات ته کابل ته د ورتللو اجازه ورکړه سوې نه ده؛ او د روسيې افسرانو ته دا فرصت برابر سوی وو چي امیر پر موږ باندي بې اعتماده، او د روسیې په قدرت باوري کړي او داسي امیدونه ورته پیدا کړي چي زموږ په مقابل کي به مرستي ورسره کوي» Lord Litton ص ۲۶۲
ډاکټر یاورسکي لیکي« جنرال ستولیټوف له کابل څخه د روانېدلو په وخت کي امیر شېرعلي خان ته اطمیان ورکړی وو چي له روسیې څخه د دیرشو زرو عسکرو سره را ستنېږي. امیرشېرعلي خان، چي جنرال ستولیټوف یې د روسیې په څېر یوه لوی هیواد سفیر باله، د هغه په خبرو باور وکړ او د هغه په مشوره یې د انګرېزانو سفیر ته اجازه ورنه کړه چي کابل ته داخل سي. که زموږ وزیر مختار د هغه لیک او د ګورنرجنرال له اعتماد نامې سره هغه خوش باوره امیر ته ورغلی نه وای نو دغه ناولی جنګ به، چي موږ یې شاهدان یو، هیڅکله نه وای پېښ سوی» یاورسکي دوهم جلد ص ۷
په داسي شرایطو کي چي انګلیسانو امیر شیرعلی خان ته پرله پسې اخطارونه ورکول او د اولتیماتوم وخت پوره سوی وو، او امیر د روسانو څخه د مرستي په انتظار ناست وو، جنرال کوفمان امیر شېرعلي خان ته ولیکل چي انګلیسان غواړي له افغانستان سره دوستانه اړېکي ولري؛ د ده مشوره به هغه ته دا وي چي د هغوی شرایط ورسره قبول کړي او دوستانه اړېکي ورسره وساتي، ځکه چي هغوی ژمنه کړې ده چي د افغانستان پر خاوره به یرغل نه کوي. جنرال کوفمان افغانستان ته د پوځیانو د لېږلو څخه معذرت غوښتی وو او دا یې لا هم ویلي وه چي د وسلو منظوري نه ده ورته راغلې. جنرال کوفمان په لیک کي دا هم لیکلي وه چي خپل زوی سردار محمد یعقوب خان له بنده خوشي کړي او هغه دوستانه اړېکي چي سردار یې له انګرېزانو سره ټینګوي په نېک نظر ومني. یاورسکي ص ۱۹
د ډسامبر پر پنځه ویشتمه امیرشیرعلي خان ته د جنرال کوفمان یو لیک را ورسېدی او په هغه کی یې بیا هم لیکلي وه چي «امپراطور د برټانیې حکومت په دې قانع کړی دی چي د افغانستان د خپلواکی احترام به کوي. د انګریزانو وزیرانو په دې برخه کي ژمنه کړې ده او زه ستا څخه په جدي توګه هیله کوم چي د خپلي خاوري څخه ونه وزې. تر ممکنه حده کوښښ وکړه چي خپلي ګټي وساتې او خپلواکي له لاسه ورنه کړې. اوس حاضر د انګریزانو سره جوړه وکه. که ته نه غواړې چي په اوسنیو شرایطو کي کابل ته ولاړ سې نو خپل زوی محمد یعقوب خان ته ولیکه چي ستا له هدایت سره سم د انګلیسیانو سره روغه جوړه وکړي. د افغانستان څخه په اوسنیو شرایطو کي مه وزه، ځکه چي دا کار ستا په ګټه نه دی. زما خبري له حقیقته خالي نه دي، ځکه چي که ته روسیې ته راسې نو د ځان لپاره به وضع تر دې هم خرابه کړې»  Forty One Years ص ۵۵۸ 
نور بیا..

Copyright Larawbar 2007-2024