کور / ترخې خبري / زابل، افغانمل او د اختلاس يو څو بېلګي

زابل، افغانمل او د اختلاس يو څو بېلګي

موږ فساد نه ، حساب غواړو!

احمدولي سرحدي

د هیواد د 34 ولایتونو والیانو ته د ولایت د درجې په اساس یو معلوم مبلغ په ټولنیزو چارو کې د مصرف لپاره د اوپراتیفي مبلغ په نامه ورکول کیږی. د زابل ولایت دریمه درجه ولایت دی نو هره میاشت ورته (دوولس لکه) افغانۍ ځانګړې سوې چې باید په ولایتي غونډو کې مصرف، د ولایت مقام دفتر کې د ضرورت وړ موادو پېرل او نورو قانوني لارو کې باید مصرف سي او د مصرف مطابق ورته قانوني اسناد ترتیب سي.

خو د زابل ولایت د محترم والي صاحب له راتګ نه پنځه میاشتي کیږی او دې پنځه میاشتو کې د شپیته لکه افغانیو په شاوخوا کې اوپراتیفي پیسې ایستل سوې، حال دا چې دا پنځه میاشتي په ولایت مقام کې کومه غونډه نده سوې، بیا که کومه وړه غونډه سوې وي نو هیڅ یوه ولایتي غونډه او میټینګ کې ګډونوالو ته ډوډۍ، د تګ او راتګ مصرف او تحفه نه ده ورکول سوې، خو د نمونې په ډول تاسو د اسد د میاشتې د ایستل سوو پیسو اندازه او وجه وګورئ:

د۱۳۹۵ کال داسد میاشتي ۱۲ لکه (افغانۍ) اپراتیفي پیسې چې په بیلونو کې رسولي/مصرف 
کړې:

۱: درې سوه څلویشت زره ( ۳۴۰۰۰۰) افغانۍ ددیني عالمانو او قومي مخورو لپاره.
۲: نوي زره (۹۰۰۰۰) افغانۍ دکریډیټ / ټلیفون کارتونو لپاره. 
۳: یوسل شل زره (۱۲۰۰۰۰) افغانۍ تحفې / لنګوټې .
۴: درې سوه پنځوس زره (۳۵۰۰۰۰) افغانۍ دخلګو سره دغونډو لپاره.
۵: درې سوه زره (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ – مصرف او جنس يې معلوم ندی.

اول:
والي صاحب دې د یوه قومي مخور او دیني عالم نوم واخلي چې کوم یوه ته یې پیسې ورکړې، ځکه له ټولو قومي مشرانو او دیني عالمانو سره والي صاحب له راتګ سره سم مکملې اړیکې شکولې.
دوهم:
والي صاحب د خپل میاشتني معاش نه علاوه د موټر تیل، د اوسیدو او سفرونو خرڅه او کریډیټ کارت لپاره معلومه اندازه پیسې جلا له مستوفیت نه باسي خو دلته یې په اوپراتیفي پیسو کې هم ۹۰۰۰۰افغانۍ د کریډیټ په نامه ایستلې، او آیا د یوه نفر د یوې میاشتې د کریډیټ مصرف نوي زره افغانۍ کیږي؟ تاسو قضاوت وکړئ!
دریم:
والي صاحب هره ورځ پخپله فېسبوک پاڼه له خلکو سره د لیدنې او ملاقاتونو راپور له عکسونو سره یو ځای خپروي، تاسو یې پاڼې ته ورشئ او وګورئ چې د دومره لوړې اندازې مبلغ په ارزښت یې چا ته او کومې کومې تحفې ورکړې؟
څلورم:
دری لکه او پنځوس زره افغانۍ یې د غونډو په نامه ایستلې. والي صاحب دې د دې ځواب ورکړي چې په کومه غونډه او په څه یې دومره مبلغ مصرف کړي؟ تالار یې کرایه کړی، د ولسوالیو خلک یې راغوښتي او هغوئ ته یې د تګ او راتګ مصرف ورکړی؟ په کومه غونډه کې ګډونوالو ته ډوډۍ ورکړې او که…؟
پنځم:
پورته ذکر شوې وجهي نهه لکه افغانۍ کیږی خو د پاتي دریو لکو افغانیو د مصرف هیڅ وجه نه ده معلومه او که یې بیا معلومه کړي هم همداسې هوایي کومه وجه به یې ورته جوړه کړې وي.

تاسو ته دې معلومه وي چې دا فقط د یوې میاشتي مصرف دی، له دې یې قیاس کړئ د نورو ټولو میاشتو مصارف یې همداسې هوایي دي. په بازار کې یې د فرنیچر او نورو دوکاندارانو نه سپین بیلونه وړي اوس هغوئ هر چا ته شکایت کوي چې اوس په موږ لوړه مالیه راغلي او ولایت مقام د کوم جنس له اخستو بغیر سپین بیلونه را نه وړي.

زموږ نیوکه داصلاح په موخه ده، هیله ده څوک راڅخه خپه نشئ.
ستاسو کشر ورور