کور / شعر / نه شينکی چنار شته دی ، نه . . .

نه شينکی چنار شته دی ، نه . . .


نه شينکى چنار شته دئ، نه شينکى ګودر شته دئ
نه دبنګړو شور شته دئ نه مست مازيګر شته دئ


نه خندا دپېغلو شته نه دشاه زلمو اتڼ
نه هم شپه دقدر شته نه ورځ داختر شته دئ


نه کړي پر بلۍ غومبر ها سپينه کوتره اوس
ژبه خوله کي نه لري، نه يي سپين وزر شته دئ


نشته داختر مېلې، نه دبوډۍ ټال شته دئ
نه دچا لاسونه سره، نه يي شال په سر شته دئ


دلته ځاى پر ځاى دئ جنګ فصل دسړو رېبي
نه دميني تخم شته نه دميني کر شته دئ


اوس چي مي مور نشته ده،دعاوي يي چي نه لرم
نه پرلار محفوظ يمه، نه مي کور کي ور شته دئ