کور / ترخې خبري / نه ماتېدونکي افغانان اوس د تریاکو په وړاندي ماتېږي

نه ماتېدونکي افغانان اوس د تریاکو په وړاندي ماتېږي


څو ورځې وړاندې (بي بي سي)  یو زړه بوګنوونکﺉ خبرخپور کړ چې په اورېدلویې په افغانستان کې دبې پایه  جګړې او دهغې له کبله د میلونونو کسانو مرګ ژوبله، دکونډو اویتیمانو ولږه او بې کوري، اوداسې نورې ستونځې چې کله کله ځینې خلک دنه منلو کارونو او  خپلوبچیانو خرڅلا ته اړباسي رانه هېر، او ددغې وبا یا اپېډمۍ په سوچ کې یې واچولم.


داخبرپه تریاکو اوله هغو څخه جوړوشوو توکو- هېرویین او کوکایین باندې د یونیم میلون افغانانو اخته کېدل او روږدېدل ؤ.



 دغې وبا یا اپېډمي ته عادې افغانان څه چې لا  زمونږ پوهان هم نه دي ځير شوي، ځکه چې ز مونږ په وطن کې چرسیان او بنګیان پخوا هم وو. خو دا ستونځه دهغې زمانې دچرسیانواو بنګیانو  ستونځه نه ده.


چرس دهر بل نېشه یي توکې په شان دماغ او بدن  کمزوری اوانسان تنبلوي خو هېرویین او کوکایین اوله تریاکو جوړشوي نور توکي هغه څه دي چې که پرې د اخته شوي درمل په وخت و نشي نو دروږدېدو په وروستي پړاو کې نوموړي توکې دروږدي شوي د کار توان ، عقل، قضاوت، وجدان ، اوتر ټولو بده هغه څه چې مونږ ورته غیرت وایو له منځ څخه وړي او په تیار ځناور یې بدلوي.


دغه کسان له هغو مظلومو، او د ګوتو په شمېر بې کسانو سره چې ناچارۍ به بد اخلاقۍ ته ټېل وهلي وي نشي پرتله کیداﺉ. داځکه چې هغوی په خپلو کړنو شرمېږی اوله خلکو څخه يې په پټه ترسره کوي. خو داډله شرم نه پېژني او دنوموړو زهري تو کو د تر لاسه کولولپاره په ښکاره  هره بد اخلاقي مني، اوهر ې نا انسانی کړنې ته تیار وي چې له کبله یې خلک په ګړندیتوب په دغه ناروغۍ اخته کېږي او ځکه یې نوسړی وبا یا اپېډیمي ګڼلﺉشي.


 دغه وبا دناپوهۍ او ناخبرۍ زېږنده ده، که نه  زمونږ خلک چې د خپلواسلامي-افغانی ارزښتونو، اوهویت دساتنې لپاره یې د پېړیو په اوږدو کې بې سارې سرښندنې کړي که دبې ننګۍ او بې غېرتۍ  ددغه وبا  په خطر پوهېدلﺉ نوهېڅکله به یې په خپلو لاسونو دهغې د وېرس یانې تریاکو په تولید نه وای بوخت شوي او نه به یې ددوی بچیانو ته سرایت کړی وای.


ځکه نو په دین او وطن  مینو رښتینو افغانانو ته په کاردي چې خپله ټوله پاملرنه تر هرې ستونځې ړومبی دغې ستونځې ته را واړوي اوڅومره چې یې په وس وې هغومره ددغه ناولي توکي په ورکولو کې لاسونه سره یو او په ګډه دغه ستونځه اواره کړی. که نه باوروکړۍ چې په نژدې راتلونکې کې به، خدای د نه کړي،  د ویاړونواو غیرتونو دغه تاریخي زانګو – افغانستان د فقر ، فساد او دبې غیرتۍ په نړیوال مرکز بدل شي.


په پای کې یو لنډکۍ شعر چې ماڅه وخت پخوا دناولتیا د ویرسونو په اړه لیکلﺉ تاسو دوستانو ته اوروم :


                                               ځان ترې ساته


                     دکم  اصل  ملګرتیا  اوکه  دوستی  ده


                                               لږ تر  لږه  له  خپل  ځان  سره  بدي  ده


                   کم  اصلي  لکه  اصلیت  یو میراثي  ده


                                               بل   بدانو   نه   کسبېږي  هم  ساري   ده


                  چې انسان له لارې باسي ورته  ځیر شه


                                              چرس، تریاک، شراب، قیمار، اوعیاشي ده


                                


                                  بې وفا او بې حیا پرې ورحساب کړه


                                  ځان   ترې  ساته  داخبر پیغمبري  ده