کور / علمي / هلمندۍ پېغله د ارګ تر جائزو

هلمندۍ پېغله د ارګ تر جائزو

ليکنه: حافظ احمد نصرت

هلمند چې اکثره وخت ترې دغم وير، ډار او جګړې خبرونه درسنيو په پردو خپريږي او هر ه ورځ دې ولایت کې د نارينو ترڅنګ ماشومان او ښځې هم خپل ژوند دلاسه ورکوي. که څه هم هلمند کې ټولنیز ژوند،زده کړه کول،ادبي او سياسي فعالیتونو مخته وړل ستونزمن سوې خو بیا هم هلمنديانو خپل مورال دلاسه نه دی ورکړې هر ورځ د یوه روښانه او په ځان بسیا افغانستان په هیله را پيلوي او دا امید لري چې یوه ورځ به له دې ناخوالو خلاصيږي او د ارام ژوند خوبونه به یې رښتيا کيږي. زه د یو داسې هلمندۍ ملاله نسیمي باري  يادونه کوم چې په دې ورستیو کې یې د پښتو ادب دغني کولو  لپاره ستر کار وکړاو دوه غبرګ کتابونه يې د بلا سيوری او د خاورو ډیوه چاپ کړل چې د یوې ښځې لپاره په یوه جګړيز ولایت کې د داسې کتابونو چاپول او لیکل اسانه خبره نه ده.

باري لومړنۍ هلمندۍ پيغله ده چي په لږ وخت کي یې ډیر کار وکړ دوه کتابونه یې چاپ کړل او لوې جایزې یې ترلاسه کړې هلمند ښځو چارو ریاست ورته د کتاب مخ کتنې غونډه جوړه کړه، کندهار اطلاعاتو کلتور ریاست یې د کتابونو پیژند ګلوي غونډه وکړل،اطلاعاتو کلتور وزارت ورته د هیواد په سطحه د داستان لیکولو دوهم مقام جایزه ورکړل او ارګ د ښې او غورې لیکوالې په نوم ونومول چې دا څه د یوه لیکوال او لیکوالې لپاره ډیر څه دي او د داسې یوې لیکوالې لپاره بيا غټه خبره ده چې ولایت کې یې څوک د لیکوالي او مدني فعالیتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ کيدای سي.

موږ هلمند کې ډيری لیکولان لرو چي وخت په وخت ښې لیکنې او تحلیل کوي لکه ښاغلي سردارمحمد همدرد،اغامحمد قریشي،شریف الله دوست،محمد اسماعيل شریعت یار،نوراحمد ایمل،فرهاد داوري او داسي نور خو دښځينه لیکولانو په برخه کې داسې کوم څرک نه لیدل کيده چې حساب دې پرې وسئ خو اغلې باري دې برخه کې جرآت وکړ زیار یې وکيښ هلمند اوهلمنديانو ته یې ویاړ ور په برخه کړ چې دا هڅې او ویاړ یې د ستایلو وړ دی او دافغانستان پښتو ادب کې به په زرینو کرښو لیکل کیږي. پښتو ادب د نارینه لیکولانو ترڅنګ ښځينه لیکولانو ته هم سخته اړتیا لري چې دا تشه دا دی دوخت په تیریدو سره ډکیږي او پښتو ادب،لیکوالي ورځ تر بلې رشد او پرمختګ کوي زه د ارګ،اطلاعاتو کلتور وزارت او اړوندو نورو ادارو منندیو یم چې خپل لیکولان او لیکوالې خویندې ستایئ غونډي ورته جوړه وي او د پښتو ادب دلا پیاوړتیا لپاره یې هڅې پیل کړې دي او لا هم په دې برخه کې د نورو کارونو په تمه یم. او په ورستیو کې د اغلي نسیمي باري هڅې او کوښښونه د ادب او لیکوالي په برخه کې ستایم او د لایزال رب له دربار څخه ورته د بریالیتوب او ښه ژوند هيله کوم او ترې غوښتنه کوم چي لا هم خپل قلم روان وساتي او لکه څنګه چي یې دې برخه کې مبارزه کړې،لاسته راوړنې لري تل همداسې دومداره پاته سي.