کور / سياسي / پارلماني ټاکنې/ د بحران مخنیوی

پارلماني ټاکنې/ د بحران مخنیوی

ليکنه: سردار محمد همدرد

کله چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پارلماني ټاکنو نېټه اعلان کړه، سم له لاسه یو شمېر کسانو ورسره مخالفت وښود. د پارلماني ټاکنو د نېټې اعلان په داسې وخت کې کیږي، چې اوسنیو وکیلان د یوې دورې پرځای تقریبا دوه دورې په پارلمان کې پاتې سول.

هغه وکیلان چې په ځان پوهیږي، چې په ولس کې یې ځای نسته، هغوی په ډېر قاطعیت سره د روانو ټاکنو مخالفت کوي. زه انتقاد نه کوم؛ بلکې د یو افغان په توګه یو څه منطقي بحث کول غواړم.

دا ښکاره ده، چې په هېواد کې جګړه روانه ده، نا امني او په ځینو سیمو کې د ټوپکسالارانو نفوذ او دغه راز په هېواد کې یو شمېر نورې ستونزې او مشکلات موجود دي. اکثره مافیايي کړۍ او ټوپکسالاران د ښې حکومتولۍ او د قانون د حاکمیت په وړاندې خنډ دي. مونږ ولسمشرۍ ټاکنو ته یو کال وخت لرو او دغه ټاکنې د ولسمشر ډاکټر اشرف غني په وینا باید په خپل وخت ترسره سي.

په داسې یو حالت کې پارلماني ټاکنې ډېرې مهمې او اساسي دي. کله چې د نا امنۍ خبره کوو، ډاډمن امنیت په ډېر لنډ وخت کې ستونزمن دی. بله خبره دا ده، چې که همدا ټاکنې د تېرې دورې له پوره کېدو سره یو ځای سوې وئ، ښايي په هېواد کې به دومره ستونزې نه وئ. دا معلومه خبره ده، چې په هېواد کې د ناخوالو، ستونزو، بې عدالتیو، د ښې حکومتولۍ په مخ کې خنډونه، کار اهل کار ته نه سپارل له فساد سره په اغېزمنه مبارزه نه کولو کې که حکومت ګرم وي، پنځوس سلنه د پارلمان د وکیلانو لاس هم په کې دی.

زه اوس د دولت یو مامور یم. ما په خپل ماموریت کې ولیدل، چې د ډېرو اصلاحاتو په مخ کې یو شمېر وکیلان خنډ وو. یعنې د دې په ځای چې هغوی د ښې حکومتولۍ لپاره له مونږ سره مرسته کړې وئ، هنوز یې ستونزې جوړولې. بله خبره دا، چې یو شمېر دوستان وايي، چې دا ټاکنې به شفافې نه وي.

دا منم چې سل سلنه به شفافې نه وي، ځکه چې دا ممکنه نه ده؛ خو تېرو انتخاباتو ته په کتو به تر ډېره شفافیت مراعت شوی وي، ځکه په تېرو ټاکنو کې یو ډول کارټونه کارول کېدل او خلکو به په پلنډو پلنډو چاپ کړي ول، چې څو ځایه به یې رایه کاروله. یعنې که واضیح خبره وکړو، د تېرو انتخاباتي کارټونو په تناسب به د تذکرو اوسنی سېسټم شفاف وي او هم به په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره وي. نا امني اوس نوې خبره نه ده. په تېرو ولسمشریزو او ولایتي شوری ټاکنو کې هم نا امني موجوده وه، دا خبره بې ځایه ده، چې نا امني ده او ټاکنې باید ونه سي؛ ځکه چې د ټاکنو څخه ها خوا ته مونږ بله لار نه لرو. که خبره د ټاکنو د مشروعیت کیږي، په تېرو پارلماني ټاکنو کې زه د هلمند بېلګه راوړم:

هلمند شاوخوا درې ملیونه نفوس لري، په تېرو انتخاباتو کې لوړه رایه دوه زره او کښته رایه (۵۵۰) وه، چې شپږ نارینه او دوه ښځینه کاندیدان وو، چې په دې سره ټولټال شل زره رایه نه ده کارول سوې، بیا نو که د مشروعیت خبره کوو، په درې ملیونه انسانانو کې چې شل زره کسان رایه کاروي، ایا مشروعیت تر سوال لاندې نه دی؟ یعنې دا ستونزه په ټول افغانستان کې موجوده وه.

دا حالات او شرایط دي. د مشروعیت خبره به په سرتاسري امنیت کې کوو. زه باوري یم، چې تېر ځل په کوم ولایت کې لس زره رايې کارول سوې وي، دا ځل به یو لک رايې کارول کیږي.

زه د یوه افغان په توګه پر ولسمشر، اجرایه رییس او د هېواد پر ټولو مشرانو ژغ کوم، چې ټاکنې د هېواد د بحران په مخنیوي کې لویه مرسته کولای سي. دغه راز په ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم ژغ کوم، چې په دې برخه کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څځه مې هیله دا ده، څو خپل بې پريتوب ثابت کړي. د دوی هر ډول مداخله د ملت په حق کې ظلم دی. پر عدلي او قضايي ارګانونو ژغ کوم، چې هغه څوک په فساد او غصب کې دخیل او د ملي ګټو زیانمنوونکي وي، باید د نوماندانو له نوملړ څخه و ایستل سي.

په ټولو هېوادوالو ژغ کوم، چې په ټاکنو کې پوره ونډه واخلي. راځئ په دې ټاکنو کې خپل تقدیر بدل کړو؛ ځکه چې تقدیر بدلول زمونږ او ستاسو ارادې ته اړتیا لري. ښه پارلمان کولای سي، چې هېواد مو له نا خوالو څخه وژغوري او حکومت مو سمې لارې او د ولس خدمت ته را وبولي. نو په داسې یو حالت کې باید له ډېر دقت څخه کار واخیستل سي.

معامله کوونکو او قدرت غوښتونکو خلکو ته باید بیا رایه ورنه کړو. په پیسو او یو نس ډوډۍ خپله رایه ونه پلورو. مونږ او تاسو چې هره ورځ کوم فریادونه کوو، له جګړې او بې عدالتیو څخه سر ټکوو، د بې کفایته مسوولینو له لاسه ځوریږو، دا ټول زمونږ او ستاسې له خپله لاسه دي. همدا یې وخت دی، چې خپلې رايې هغه چاته وکاروو، چې په هغوی کې د وطن دوستۍ حس وي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یوه خبره یادول غواړم، یو چې شمېر د قدرت لېوني او په ډالرو مست چارواکي غواړي چې د پیسو په زور ځان په دې ملت وتپي. د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه به ملت تاسو ته هغه کسان په ګوته کړي، چې په پیسو یې رايې را نیولې وي. دا باید له لیست څخه و ایستل سي.

په اخر کې دا خبره کوم، چې هر هغه څوک چې د ټاکنو په وړاندې خنډونه جوړوي، هغه له دې خاورې سره دښمني کوي. په هر قېمت چې کیږي، باید ټاکنې ترسره سي، څو مونږ د یوه نوي بدلون په لور لاړ سو.

په درنښت!