کور / تازه خبرونه / کندهار:په ګرشک کي درنه جګړه رامنځته شوه

کندهار:په ګرشک کي درنه جګړه رامنځته شوه

قاري / يوسف احمدي 2008-07-20

تيره شپه دولس بجې ،د هلمند ولايت د کريشک ولسوالۍ په بازارکې چې د کندهار – هرات پرلويه لاره پروت دی ، داسلامي امارت د مجاهدينو او دکابل ادارې دپوليسو ترمينځ درنده جګړه شوي ده .

مخامخ جګړه هغه مهال رامينځته شوه چې کله ګڼ شمير مجاهدين چې شمير يي سلوتنوته رسیدی ،په بازارورننوتل او دبازار دمحبس ، قوماندانۍ ، دکريشک دويالې پرغاړه يي  دښمن ته څوځايه کمينونه ونيول .

د کمينونوپه لړ کې  پردښمن خونړي بريدونه پيل شول چې په ترڅ کې  يي دپوليسو يورينجر موټر دراکيټ خوراک شوی او شل تنه نورپلي او سپاره عسکر يي ووژل شول .

په درنده جګړه کې دوه تنه طالبان هم ژوبل شوي ، ددښمن له خوا تردوه ساعته سخت مقاومت وروسته مجاهدين په خوندي توګه د خپلومرکزونوپه لورستانه شوي دي .

دیادوني وړده چې دالومړۍ ځل نه دی چې مجاهدين ددې ولسوالۍ په بازارکې ددښمن په وړاندې عمليات تره سره کوي ،بلکې څه موده مخکې هم  ددې ولسوالۍ ،قوماندانۍ ، خاد،ښاروالي او محبس  پر ودانيوچې ګڼ شمير پوليس او داجيرې اردو عسکر پکې ميشت دي ،ورته  بريد ترسره شوی وو.


ددې پېښي په اړه د کندهار چارواکو يا ناټو تر اوسه پوري په رسمي ډول څه نه دي ويلي .