کور / تازه خبرونه / ارزګان:په چارچينو کي پر امنيتي پوسته بريد وسو

ارزګان:په چارچينو کي پر امنيتي پوسته بريد وسو

 


قاري يوسف احمدي د طالبانو رسمي وياند وايي چي تيره ورځ ماسپښين مهال ،د روزګان ولايت د چارچينوولسوالۍ د” دوسنک” په سيمه کې داسلامي امارت د مجاهدينو له لوري د داخلي عسکرو پرپوسته مخامخ بريد ترسره شو ی چې په ترڅ کې يي ددښمن پوسته په بشپړه توګه له منځه تللي ده  .


دخبر له مخې په بريد کې چې ګڼ شمير مجاهدينوبرخه اخيستي وه ، له امله يي په پوسته کې اوه تنه داخلي عسکر وژل شوي ،دوژل شووعسکرووسلې او نورګڼ شمیر مهمات مجاهدينو ولجه کړي دي .


تربريدوروسته د پوستې ودانۍ اوپکې ولاړموټر ته اوراچول شوی اووژل شوي عسکر ترماښامه د پوستې دودانۍ مخې ته پاتي وو .


قاري يوسف لراوبر ته په رالېږل شوې ( ۲۰ جولای ) خبرپاڼه کي څرګندوي چي په ياده سوې جګړه کي ددوی وسله وسله والو ته زيان نه دی اوښتی ، بايد وويل شي چي د طالبانو دا ډول ادعاګاني چنداني د دولت له خوا نه تاييديږي ، او په خپلواک ډول دداسي پېښو پلټل ازادو خبريالانو ته ستونزمن کار دی .