قاري يوسف:د شاه جوی په جګړه کې اوه تنه پوليس وژل شوي

34 | جولای 20th, 2008


لراوبر ته د قاري يوسف له خوا په راغلي ليک کي ويل شوي چي د هغې درندې جګړې له امله چې تيره ورځ غرمه مهال د زابل ولايت دشاه جوی ولسوالۍ د” خارجوی” په سيمه کې د کندهار – کابل پر لويه لاره داسلامي امارت د مجاهدينو او د دولتي عسکروترمينځ رامينځته شوه ، له امله يي  اوه تنه عسکر وژل شوي دي .

د خبر له مخې په سيمه کې جګړه هغه مهال رامينځته شوه چې کله مجاهدينو پرهغوپلي عسکرو چې د خپل کاروان دموټرونومخې ته په امنيت روان ول ،ديوه کمین په ترڅ کې بریدترسره کړ .

په بريد کې چې يوساعت يي دوام درلود اوه تنه پلي عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نورټپیان شوي هم دي .

قاري يوسف وايي د جګړې په پایله کې يوتن طالب شهيدشوی او يوتن لادرکه دی

Copyright Larawbar 2007-2024