کور / تازه خبرونه / ذبيح الله مجاهد:د ولسوالۍ قومندان او 7 ساتونکي وژل شول

ذبيح الله مجاهد:د ولسوالۍ قومندان او 7 ساتونکي وژل شول

 

نن سهارشاوخوا اته بجې ، دپکتيکا ولايت د”ګيان” ولسوالۍ امنيه قوماندان چې په” انګار”يي شهرت درلود، د اسلامي امارت د مجاهدينو له خوا په داسي حال کې داووساتونکوپوليسوپه شمول ووژل شوچې کله نوموړی د خپل کورنه د ولسوالۍ په لورروان وو .

د خبر له مخې بريد جې ديوه کمين په لړ کې ترسره شوی ، له امله يي ددښمن موټر ويجاړ کړای شوی اوپکې د دې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په شمول اوه تنه ساتونکي پوليس ځای پرځای وژل شوي دي .

تربريد وروسته چې ددې ولسوالۍمرکز ته نژدې ترسره شوی ، دوژل شووپوليسو وسلې ،لاسي مخابري او يوشمير امریکايي توپک هم مجاهدينوترلاسه کړي دي .

ذبيح الله مجاهد وايي داچې بريد د يوه کمين په ترڅ کې ترسره شوی مجاهدينوته پکې زيان نه دی اوښتی، دا پېښه ډيره تازه ده ، تر اوسه ددولت له خوا په دې اړه غبرګون نه دی ترلاسه سوئ .