کور / تازه خبرونه / طالبان په کنړکي د دانګام ولسوالۍ د نيولو ادعاکوي

طالبان په کنړکي د دانګام ولسوالۍ د نيولو ادعاکوي

د طالبانو ختيخ زون لپاره وياند ذبيح الله مجاهد لراوبر ويبپاڼي ته د ۲۰ جولای په راليږل سوې خبرپاڼه کي ادعا کوي چي تيره شپه دولس نيمې بجې ، د هغه وسله وال بريدپه ترڅ کې چې ددوی د وسله والوطالبانو له خوا د کونړ ولايت د” دانګام” ولسوالۍ پر مرکزترسره شو ، له امله يي ولسوالۍپه بشپړه توګه فتحه شوه .

په برید کې چې سپکې اودرندې وسلي استعمال شوي ، د ولسوالۍ مرکزته دروندزيان اوښتی اوپکې درې تنه پوليس وژل شوي چې جسدونه يي اوس هم  په ولسوالۍ کې پاتي دي .

د جګړې په پايله کې چې دوه ساعته يي دوام درلود ، د ولسوالۍ استوګن پوليس په تيښته بريالي شوي او ګڼ شمير وسلې يي پاتي شوي ،تربريدوروسته مجاهدينو د ولسوالۍ ودانۍ ته اوراچولی اويوشمير وسلې او نورمهمات يي ولجه کړي دي .

ذبيح الله مجاهد په دې بريد کي د دوو تنو طالبانو د ټپي کېدو خبره مني  او وايي دولسوالۍ ودانۍ اوشاوخواسيمې دمګړۍ د طالبانو چي اوس ځانونو ته مجاهدين وايي تر کنترول لاندي دي .