کور / طنز / د ځغاستي ملي سيالي

د ځغاستي ملي سيالي

 



د کراچي له سهراب ګوټ څخه ترمهاجر کمپ پوري د پېنځه سوه کيلو متري له خنډ ه سره د ځغاستې يوه سيالۍ وه.


ړومبی تن يو افغان و چې له ډيرو منډو په خولولوند خېښت و او سا يې له ستړيا بنده بنده کيده په ترس او لرز يې وويل:


(کيسه بر را پسې دی) تر ټاکلي ليکې تير شو ړومبی دريځ يې وګټه.


خلکو او د لوبې مينه والو په چکچکو د هغه هرکلی وکړ. لس- پنځلس ثانيې وروسته يو کيسه بر په داسي حال کې چې يو وار وار يې تر شا هم کتله په وارختايې ويل: پوليس را پسې دی او ما لا دستلاپ نه دی کړۍ په ويلو له ټاکلي ليکې تير شو او دويم پوړ ( مقام) يې وګټه.


حاضرينو په چکچکو بدرګه کړ . اود درېيم اتل لپاره يې سترګې سړک ته نيولي وې چې يو پوليس ليکې ته راورسيد(چاي پاڼي دو) په ويلو له ليکې تير شو د لوبي مينه وال هم د درېيم ګډون کوونکي په ليدو د ځغاستې په سيالۍ کې و ر ګډ شول


کراچي ۱۹۹۷،‎‎‎‎‎