کور / طنز / وزې ته ښکنځل وکړه!

وزې ته ښکنځل وکړه!

 


دلته ملا د حجرې مخي ته ولاړ وو او ډول وهونکی ته يې بد او رد ويل. هلته يو مسافر ناست  و او شلومبې اووچه ډوډۍ يې خوړل او په دې چورت کې و چې هر چيري چې ورشم همدا شلومبې دي ، تروې دي ، شناوې…


مسافر په عالمانه توګه ملا ته وويل:


-ملاصيب! ډول والا ته څه مه وايه وزې ته ښکنځل کوه که دا نه وای دنيا به سمه وای!


نه به ډول وای،نه به شلومبې وای


اوس بايد وزې ته ښکنځل وکړو :چا يې ډول ، چا يې شلومبې ، چا يې ږيره ، چا يې غولانځه او چا يې لا لکۍ ټينګه نيولي ده


کندهار۱۹۹۷