کور / شعر / غزل

غزل

زه ستا په انتظار وم ته ولي نه را تلې
ولاړ پر لویه لار وم ته ولي نه را تلې


هر ځای را ته سور اورؤ په هیچا می هم وړ نه ؤت
بیخی ډیر نا قرار وم ته ولي نه را تلې


بی تا لکه ما هئ چی له او بو کړی څوک دباندی
همدا ډول نا چار وم ته ولي نه را تلې


له خو به له خو راکه له چښا که وم لویدلئ
دعشق په رنځ بیماروم ته وولي نه را تلې


هر چا دشک په سترګو په ځیر ځیر را ته کتلو
چی ستا په تهمت بار وم ته ولي نه را تلې


ما کومه ګناه کړی وه چی دومره دی زهیر کړم
ستا زوړ شناخته حقیاروم ته ولي نه را تلې



لیږونکئ
محمدعلی عمری