د ډاکټر عبدالباري ژباړه" /> د ډاکټر عبدالباري ژباړه" /> د ډاکټر عبدالباري ژباړه" /> د ډاکټر عبدالباري ژباړه" /> د ليري واټن جګړه  د ډاکټر عبدالباري ژباړه – لراوبر ویب پاڼه
کور / هراړخیز / د ليري واټن جګړه  Fotos د ډاکټر عبدالباري ژباړه

د ليري واټن جګړه  Fotos د ډاکټر عبدالباري ژباړه

د ليري واټن جګړه


داچي مست په ميو راغی يار دچا دی
بيا به تاخت کړي پر کوم غولي وار دچا دی
چي زړه سوی يې د حرم په صيد هم نه شي
دا بې درده بې صرفې ګزار د چا دی
ما خو نه دی څوک بې وجي ازار کړی  
داچي ما ازاروي ازار دچا دی
چي بلبل يې رسيداي تر ګلو نه شي
دا دننه په حرم ګلزار دچا دی
چي هيڅ ترس په زړه کي نه لري ( رحمانه )  
دا ناترسه بې پروا نګار دچا دی


( رحمان بابا )


اخيستنه: د  FOCUS 29/2008 څخه
د ډاکټر عبدالباري ژباړه


ميټ انډرسن  يو امريکايي افسر دئ، د اريزونا په ټکسن ( Tucson ) سيمه کي د خپلي کورنۍ سره بيغمه شپې ورځي تيروي.دی د سهار د ناري پر وخت د خپلي ميرمني او  کمکيانو سره د ښوونځۍ له خوا د ميلې په هکله او يا داچي دا ځل به د کور د چمن واښه څوک ريبي، په خورا مينه خبري اتري کوي.



نوموړی د خپل کار د سهارني شيفت  په نيت پر اته نيمي بجې و خپل موټر ته خيژي او نيم ساعت وروسته خپل کار  يعني د افغانستان و جګړې ته رسيږي!
 د امريکې د ملي دفاع هوايي ګارډ د ٢١٤ اکتشافي ډلګۍ پيلوټان د خپل کار ځاي ”بکس“ بولي. دغه بکس اته مترمربع کانټينر،چي په ايرکنډيشن مجهز او يوګڼ شمير کمپيوټرونه، مونيټورونه  او رنګارنګ زيګنالونه پکښې تخته سويدي. هلته د پيلوټانو لپاره دوې چوکۍ پرتې دي او د پيلوټانو و مخ ته هم دکار پر ميز يوه د کنټرول ډنډه او ښه ډير سويچونه ليدل کيږي. دغه ”بکس“ داسي ښکاري لکه  دالوتني د تمرينونو د ښودلو اوسيموليشن دستګاه چي وي. خو داسي نه ده. دا ٤٥ کلن انډرسن او دده٤٧ کلن مرستيال پيلوټ دن ميلر د افغانستان او پاکستان  پر کرښه ددې ځايه دجګړې واقعي مأموريتونه تر سره کوي، يعني پر هغه خاوره چي د امريکې څخه ١٢٠٠٠ کيلو متره فاصله لري يا په بل عبارت د وخت ١١ سيمي يې تر منځ دي . دDavis- Monthan  هوايي ځواکونو د اډې څخه بې پيلوټه الوتکي ، چي ( UAV ) يې  هم بولي ،کنټرولوي. انډرسن پيلوټ وايي: ” موږ ٩٩ فيصده وخت د افغانستان پر اسمان ښورواو څارنه کوو“ دی پسي زياتوي چي:” که مو يو څوک وليد چي په هاوان اخته وي او يا کوم ترهګر چي د سړک پر غاړه بم ښخوي ، نو موږ حمله پر کوو“. د انډرسن بريد نو دغه دئ چي دشهادت په ګوته يو بټن کښېکاږي. ددې سره سم په يوه ثانيه کي د مصنوعي سپوږمکۍ دلاري د MQ-1-Predator بې پيلوټه الوتکي څخه د لايزر په مرسته يوه Hellfire ډوله توغندۍ فير کيږي اوسيده هغه ځاي ولي، چي په نښه سوئ وي. دغه نظامي واحد خپله بې پيلوټه الوتکه (اوکولوس ليتوم )، يعني ”دمرګي سترګه“ بولي.



په دې کابين کي  ديوه بټن په وهلو سره په افغانستان کي د بې پيلوټه الوتکي
 څخه پر هدف باندي د هيلفاير توغندۍ فير کړي



بې سړيو الوتکه د متحده ايالاتو د هوايي ځواکونو راتلونکې بلل کيږي او په دوه لحاظه اهميت ورته لري: يو داچي په دغه ډول الوتکو د دوي پيلوټان نه وژل کيږي، بل هم داچي تر جنګي جيټانو ډيري ارزانه ورته تماميږي. د يوې بې پيلوټه الوتکي قيمت ٤،٥ مليونه امريکايي ډالره دئ، په داسي حال کي چي يوه F22 جيټ الوتکه ٣٥٤ مليونه ډالره ورته لويږي. دا ٥٢ کلن ګريګ داوز چي د انډرسن د نظامي واحد قوماندان دئ، وايي ”و دې اکتشافي الوتکو ته غوښتني اوس تر حد زياتي سوي دي“. د متحده ايالاتو اردو اوس په ټوله نړۍ کي  ١٧٠٠ دغه ډول الوتکي په کار اچولي دي. د امريکې د دفاع وزارت وايي چي تر ٢٠٣٠ کال پوري به د اکثرو جنګي جيټانو پر ځاي د دغو بې پيلوټه الوتکو څخه کار واخلي. دا هم ځکه چي وايي په دې الوتکو کي مو هم د سړيو او هم د روپيو سپما ده.
داګړی خو لا د جيټ الوتکو پيلوټان پر دې خپلو همکارانو خاندي، چي دغه بې پيلوټه الوتکي چلوي، او د  لوبو د سټيشن  پيلوټان  يې بولي . دوي وايي په داسي حال کي چي موږ د دښمن پر خاوره سرپه لاس کي اخيستی وي، دغه ښاغلي دلته پر پستو چوکيو ناست وي، نه يې اوسپنيزه خولۍ پر سر وي او نه هم پراشوټ ورسره وي. دوي د ملنډو په توګه وايي چي وديته هوايي ځواک ( Air Force ) نه بلکي دڅوکۍځواک (Chair Force) وايي.


 



په کانټينر کي د پيلوټانو کابين، دلته انډرسن او ميلر يوځاي کار کوي


انډرسن  پخوا د ټانکر الوتکي پيلوټ وو او د امريکا، قزاقستان  او آيسلينډ تر منځ يې تګ راتګ کاوه، خو نن په يوه ښه ايرکنډيشني او په غاليو فرش کابين کي ناست دئ او په ساعتونو ساعتونود افغاني ماشومانو فټبال ته ګوري. دی وايي: ” سړی يوڅه د خدايي احساس کوي، هلته د اسمانه وينم چي لاندي خلګ غنم ريبي ياد دوبي په ماښام خلګ پر بامونو پراته وي،او زه يې سيل کوم . خو دا هم وينم چي شکمن کسان څرنګه و کورونو ته وسلې وړي“.  ددې پوښتني په ځواب کي چي د (بيګناه) خللګو تر وژلو وروسته چي کور ته ځې، نو څه احساس کوې ؟ دی خپلي اوږې پورته غورځوي او وايي:” دا زموږ وظيفه ده!“  دده ميرمن چي ساندرا نوميږي د سر په اشاره دده خبره تائيدوي او وايي چي” په دې هکله څوک څه نه وايي“ دا وروسته وايي زه په دې خوشاله يم ، چي اوس مي ميړه هره شپه پر کور وي، او زياتوي چي” پخوا به مي په ميټ  زړه ختلئ وو، چي څه ورپيښ نسي.اوس مي زړه بيغمه دئ، که يې الوتکه راولويږي ، لاهم! “


 
آسماني سترګه؛ دا بې پيلوټه الوتکه تر بريد دمخه  ډير وخت د فضاء
 څخه پر مځکه څار کوي، بيله دې چي څوک  يې وويني.


ددې الوتکو (ځمکني) پيلوټان کله ناکله د عجيب وغريبو پيښو سره مخامخ کيږي. ډن ميلر د خپلي اډې په کافي کي ويل چي يوه ورځ مي د څار دستګاه په يوه دښت کي  پر يوې بريښندوکي ليکي برابره سوه، کله چي ودې ليکي  ته ورنږدې او ښه ځير سوم، ليدل مي چي يوه شپون ادرار کاوه او دغه بريښندوکې کرښه هم د شپون د بولو دارۍ وه.
ددې بې سړيو الوتکو يوه بل پيلوټ، چي نه يې غوښتل نوم  يې واخيستل سي، ويل: ” زه هغه مهال د خلګو د ژوند او مرګ په هکله اسانه تصميم نيولاي سم، چي د جګړې په سيمه کي په خپل ټول روحي او جسمي قوت سره حاضر يم. هلته مي فکرسره راټول وي. دلته  د يوه مأموريت د اجراکولو پر مهال په خيال کي راوګرزي چي د کور دپاره مي شيدې رانيولي دي او که نه؟ يا دا چي نن به د واليدينو مجلس ته پر خپل وخت ښوونځۍ ته ورورسيږم او که نه. ددې کار هغه  لوی خطر نو دادئ چي و کارته د تګ پر مهال پر سړکونو د ټرافيک ګڼه ګوڼه وي.
کله ناکله چي انډرسن  د کار څخه ستړی کورته راسي، نو د دمي غلطولو دپاره د خپل زوي سره کمپيوټر ته کښيني او فضايي بيړۍ ولي. زوئ يې وايي د ”ستورو جګړه“ او د ”جنګ د محاذ لوبه“  ډير خوند کوي. پلار مي وايي ، دغه لوبي ډيري حقيقي دي._ 



د امريکې د بې پيلوټه الوتکي مشخصات :
نوم.  — —————–  MQ-1Predator
خالص وزن :  ————  512 kg
وسله:   —————-دوې هيلفاير توغندۍ
دآس قوه:  ————– 115 PS
اعظمي سرعت:———- 217 km/h
واټن (برد) :  ————  730 km
اعظمي ارتفاع: ———- 7600 m
بيه:  ——————-  4,5 Mio. US $


د دغو الوتکو څخه يوازي د څار او کشف کار نه اخيستل کيږي، بلکي اوس د تهاجمي او يرغليزي وسيلې په توګه ډيره استعماليږي. د مثال په توګه د MQ- 9- Reaper ماډل الوتکه يې په څلورو ”هيلفاير“ راکيټونو او څلورو بمونوتجهيز کړيده، چي د لايزر په مرسته کار کوي.