کور / شعر / دمسافردزړه غږ

دمسافردزړه غږ

شيرمحمد شباب


نن خومې زړه هسې له ځان خفه دى


نن مې زړګئ له ددنياتورشوى

اوردسفرلكه كباب كباب كړ

ځكه له مينې له ښكلاتورشوى

لكه دګل غوندې ياران نه ويني

ددولتونوله سوداتورشوى

نن خومې مورته ټېليفون كومه

نن بادمورخوږې خبرې اورم

ورځينې ډېرې دوعاګانې غواړم

نن باخوږې لكه شكرې اورم

ورته با وايم ماته حق وبښه

يوڅوكيسې يې بختورې اورم

ورته به وايم چې خوشخاله اوسې

مورجانې ماته خوشخالي وغواړه

زه دسفرغېږه كې ګيريم مورې

ماته له خدايه سوكالي وغواړه

ستادوعاګانې اوسپنيزې زغرې

ماته ددين طرفداري وغواړه

مورجانې څه وكړم خلاصون مې نشته

ستانوراني مخ خو مې ډېرياديږي

خداى مې دې واخلي كه مې هېره يې ته

هم مې بابادستاپه څېرياديږي

زه دپه شايم ګرځولى پلاره

ماته يادونه ستاډېرډيرياديږي

خدايه كعبې نه دقربان شمه زه

ماته دمورسترګې كعبې ښكاريږي

زه به لمړى دمورديدن وكړمه

ماته يې ليدوكې افسانې ښـكاريږي

هله شباب ځان مسلمان ګڼمه

چې موراوپلار راته نږدې ښكاريږي