کور / تازه خبرونه / پاکستان وارخطا دئ

پاکستان وارخطا دئ

د امريکا يوې ورځپاڼي ليکلي دي چي د پاکستان دولت او مطبوعات  په دې خبره خورا عصباني دي چي د امريکا دولت به په دې هيواد کي دطالبانو په ځپلو کي  يو اړخيزه  دخل اندازي وکړي .


د انټرنيشنل هيرالډ ټريیبون ورځپاڼي ليکلي دي چي د امريکايي چارواکو غوڅي خبري چي په پاکستان کي به د القاعدې او طالبانو پر ضد به يو اړخيزه اقدام کوي ، دې خبري  د پاکستان دننه مطبوعات او دولتي چارواکي زیات اندېښمن   کړي دي . مطبوعاتو  ويلي دي چي داسي يو کار به  خراپي پایلې   د ځانه سره ولري .


ددې ليکني ليکوال ” جین پرليټز” وايي :د پاکستان مطبوعات په تيره اوونۍ کي دداسي تبصرو نه ډکي خبري درلودلې .  په  دغو تبصرو کي راغلي وه چي د پاکستان د اجازې پرته  به  د امريکا حملې،په پاکستان کي امريکايي ضد ولسي احساسات  را وپاروي چي کېدای سي د نوي  ناپوځي دولت مزي ورسست کړي . د پاکستان يو لوړ رتبه چارواکي هم ګواښ کړی وو چي د امريکا حملې به «بلواوي» را وزېږوي  . خو امريکايان اوس دلته  د خپلو اقداماتو  د منفي نکتو په را پورته کېدوکي   ری نه و هي .