دهرات دصرافانو داتحاديې مشر دپيسو د انتقال سره غلو وواژه

د لراوبر اداره | جولای 23rd, 2008


دکابل ښار دبيماروله سيمې څخه په رڼا ورځ دهرات دصرافانو داتحاديې مشر چې دشهزاده سراي څخه يې دهوايې ډګر په لور لس لکه ډالر انتقالول غلو په ډزو وواژه ټولې پيسي اوموټر يې ترې لوټ کړل .


دامنيه دامنيه قوماندانۍ يوتن جنرال  پېښه تايد کړه اوزياته يې کړه چې دغه پېښه دعامه امنيت دقطعې مخې ته شوې اوهغوي بايد په دې اړه بايد دهغوي څخه پوښتنه وشي


دصرافانو داتحاديې مشر حاجي امنين خوستي هم دغه پېښه تايد کړه اوزياته يې کړه چې دخداي په لحاظ دنظم عامه رياست په دروازه کې پوليسوحاجي عصمت الله درولى دتلاشي په بهانه اوبيا يي په ډزو ويشتلى اوپيسې يې ټولې درې وړي دي


هغه پوليس په دې کې په لاس لرلو تورن کړل اووي ويل چې ټول غلو اوقاتلين په پوليسو کې ځاي پرځاي شوي دي


داپه داسي حال کې دې چې دکرزي دمحمد ايوب سالنګي په نوم دپوليسو هغه جنرال دکابل دامنيه قوماندان په توګه ټاکلى دي کوم چې دشمالي ټلوالې پورې تړلى دي ،

Copyright Larawbar 2007-2024