کور / طنز / (طنز) له بهرنیو چارو وزیر سره لنډه مرکه

(طنز) له بهرنیو چارو وزیر سره لنډه مرکه

نوم : ?was geht ab
دادسپنتا : ما این غد آلماني بلد ني یوم .


س : ښاغلی سپنتا، نو چې تاسې په الماني نه پوهېږئ، المان څنګه  وزیر کړی؟


ځ :  نو زه خو یې په المان کې نه یم وزیر کړی، بلکې په افغانستان کې . که پر هر څه پوهېدلای، نو بیا به په المان کې وزیر شوی وای .


س : ستاسې دنده په افغانستان کې د المان لپاره څه ده؟


ځ : زه هر هغه څه چې د المان دولت یې د افغانستان لپاره ښه ګڼي، دلته په افغانستان کې د کېدون تر بریده سرته رسوم .


س :  موده وړاندې پارلمان له تاسې د باور رایه بېرته واخېسته، خو تاسې تر اوسه هم خپله دنده سرته رسوئ . آیا تاسې دغه د المان له خوا درسپارل شوې دنده په خپله خوښه کوئ، که د المان له خوا درباندې فشار دی؟
ځ : همدا المان او نور دولتونه دي چې پارلمان ته یې اعتبار ورکړی .  خو دا په دې مانا نه چې پارلمان دا حق ځان ته ورکړي چې ما غوندې کس څخه د باور رایه واخلي .  زه د المان په خوښه خپله دنده سرته رسوم .


س : دا په دې مانا چې تاسې له آره له المان سره دنده سرته رسوئ، نه  له افغانستان سره؟


ځ : زه د المان له خوا په افغانستان کې د افغانانو لپاره دنده سرته رسوم .  نو ځکه افغانان دا حق نه لري چې پر ما نیوکه وکړي او یاهم ما په ګرد سره له دندې لرې کړي .


س : ستاسې دنده په افغان دولت کې څه ده؟
ځ : هسې خو د المان له خوا ډېرې دندې راسپارل شوې، خو یوه له هغوی څخه دا ده چې زه د المان له سپارښتنې سره سم، د افغانستان د بهرنۍ پالیسي کار و بار  جوړ کړم .


س : آیا ستاسې په څېر کسان د المان له خوا نور هم په افغان دولت کې دندې لري؟


ځ : ولې فرهنګ نه پېژنې؟  هغه که څه هم چې په برلا یو کار وبار کوي، خو بله دنده یی د استخباراتو په برخه کې ده .


س : نو دا ډېره بده خبر نه ده چې تاسې د افغانستان بهرنۍ پالیسي د المان په سپارښتنه جوړوئ او یا هم د هغوی له استخباراتو سره کار کوئ؟


ځ : زه خو د دولت بهرنۍ پالیسي راجوړوم، نو باید خامخوا له یو دولت سره اړیکي ولرم .  ته ماته داسې یو کس راوښیه، ان په وړو وړو مدیرانو او رئیسانو کې چې د بل دولت په جوپړ کې نه وي .  هغه که له دولت سره کار کوي، که د دولت مخالف وي!


س : تاسې له دولت سره کار کوئ که له دولت سره ناباندې یاست؟
ځ : دا په ما پورې اړه نه لري، دا د المان کار دی .  زه خپل کار داسې کوم چې څنګه راته وویل شي .


س : ستاسې تر ټولو ستره بریا به کومه وي؟
ځ : زما ستره بریا به د افغانستان له ګاونډیو سره غاړه غړۍ کېدل وي .


س : تاسې فکر نه کوئ چې دا غاړه غړۍ کېدل به له اېران سره څه ګران وي؟
ځ : اېران خو زموږ خپل وطن دی، زموږ ستره ستونزه له پاکستان سره ده .  او هغه داسې ځناور هېواد دی چې نه اسلام پېژني او نه کفر .  یوازې او یوازې ترهګري کوي .


س : نو چې اېران ستاسې وطن دی، بیا یې ولې ستاسې خبره ونه منله؟ د ژمي په سړو ورځو کې یې څومره کورنۍ افغانستان ته راواړولې . ماشومان له یخنۍ نه مړه شول . آیا ستاسې وطندار له افغانانو سره همداسې وطنداري غواړي ؟
ځ : دا کړه وړه یې نه یوازې چې د وطندارۍ پر اساس نه ول، بلکې د انسانیت ضد هم ول .  خو دوی چې په خوله وایي چې وطنداران یو، او په زړه کې شیطانان وي، نو زه نه پوهېږم چې دوی له آره مرتد دي .


س : تاسې د خپلو بریاوو په منځ کې کومه یوه ډېره غټه ګڼئ، هر ګوره، که کومه بریا مو لاسته راوړې وي؟
ځ : نو تر اوسه مې کومه د یادښت بریا لاسته نه ده راوړې، خو سړی ویلای شي چې د افغان مهاجرینو لپاره مې ډیرې منډی ترړې وکړي .  که څه هم چې څه ګټه یې ونه کړه .


س : تاسې څه فکر کوئ چې آیا د اېران دولت ډیره ملامتیا پر غاړه لري، افغان دولت، د  مهاجرینو وزیر که  په ځانګړې توګه تاسې  په خپله پوره هلې ځلې ونه کړي؟
ځ : دا ډېره سخته پوښتنه ده . زه په خپله نه پوهېږم چې ستونزه چېرته وه، او ملامتیا څوک پر غاړه لري . خو دومره ویلای شم چې د دې پوښتنې ځواب به هغه متل وي چې وایي : نه آشه ښه ده نه ګله، دوی د وخورې یو تر بله!


س : تاسې د افغانانو لپاره کوم پیغام لرئ، شعر وي یا لنډۍ؟
ځ : زه به خپل پیغام په لاندې شعر کې وړاندې کړم :
یار مې المان زه المانیار یم
چې په هر ځای مې خرڅوي ورسره ځمه .