کور / راپور / “ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په حکومتي سیمو کي اوښتې ده”

“ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په حکومتي سیمو کي اوښتې ده”

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت ګروپ په يوه خپاره کړي راپور کي ويلي دي چي ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په حکومتي سیمو او د حکومتي ځواکونو له خوا اوښتې ده.

په راپور کي ويل سوي چي د هدفي وژنو سره سره دا ځل ډيره مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کي اوښتې ده،چيد د ولس اندېښنې یې راپرولې دي .

 د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، چيپه ښارونو کي د ننه د ولسي وګړو مدني فعالانو قومي مشران، او خبریالانو تلفات د انديښنې وړ دي.

سېپګ په خپل تازه میاشتني راپور کي ويلي، چيد افغانستان په ۱۲ ولایتونو کي د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو  او  هوايي بریدونو  نږدې ۱۲۳ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ، چې۱۰۳ کسان وژل سوي او۲۰  نور ټپیان سوي دي ، چيیوه برخه يې ښځې او ماشومان دي  .

د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) د معلوماتو له مخې ، په تېره سپټمبر میاشت کي په شلو ولایتونو کي پراخ تلفات اوښتې دي ، چيد ښځو او ماشومانو  په ګډون۲۴۰ تنه ملکي وګړي وژل سوي او تر۳۵۰زیات ټپیان سوي دي .

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ  د موندنو له مخې  په تېره سپټمبر میاشت کي زیاته ملکي مرګ ژوبله په ننګرهار ولایت کي رامنځته سوې ده ، چي یوازې په مومنددره ولسوالۍ کي پر لاریون کوونکو ځانمرګي برید تر۲۳۰ تنو زیات ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، چي له کبله ئې۶۸ تنه ملکیان ووژل سول او۱۶۵ نور ټپیان سول ، خو د کابل خونړی برید چي په ترڅ کي ئې  د ۶ تنو خبریالانو په ګډون  ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله واړوله هم د اندېښنې وړ دی ، په یاد برید کي ۲ تنه خبریالان ووژل سول او څلور تنه نور ټپیان سول همدارنګه په کندهار ولایت کي مدني فعال په یو برید کي ووژل سو ، په هدفي وژنو په کابل کي ولسي جرګې ته د یو تن نوماند ژوند واخیست او یو تن بل یې ټپي کړ

د (CPAG) ياد ګروپ له دولت څخه غواړي ، چي د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي .

 د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د تېرې اګست میاشتې کي ۷۸۵تنو ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې وه ،چي۲۶۱ کسان وژل سوي او ۵۲۴ نور ټپیان سوي وو.