کور / د ماشومانو نړۍ / په بکس کې موږک

په بکس کې موږک

د کوچنیانو لپاره لنډه کېسه

…………………………

انجلۍ له کوره ووته او په کوڅه کې تاوه شوه نا څاپه يې په یاد شو چې د هغې د مکتب بکس په کور کې پاتي دی. نو هغه په منډو بیرته کور ته ولاړه. کورته په رسیدو سره يې منډه کړه چې خپل د کتابونو بکس واخلی. خو کله يې چې بکس له مځکې جګ کړ نو له بکس څخه يې یو غټ موږک ووت او په منډو يې د کوټې د دیوال په لور منډه کړه په سوري کې ننوت او ورک شو. انجلۍډیره وډاره شوه اوپه چغو يې خپل مور ته غږ کړ

“ دلته راشه  مورې…. مورې”

مور يې د هغې په لور منډه کړه په وارخطايي سره يې له هغې وپوښتل

“ څه پیښه ده؟ ”

 لور يې وويل“ زما په بکس کې موږک وو”

“ رښتیا”

“ هو”

“ دا سبیل مړي له کومه شول”

“ زه څه پوهیږم”

“ ته دا بکس دي راکړه”

د انجلۍ مور د هغي بکس واخیست او کتابونه او کتابچې يې ټولي په مځکه وغورځول او دانه دانه کتابچه او کتاب يې ولټوه او یوه کتابچه يې ليري ګوزار کړه ځکه چې موږک کتابچه خوړلي وه. نا څاپه يې یو کوچني کورت (کرت) ته پام شو او په قهر يې لور ته وويل

“ دا میراث مړی دي په بکس کې څه کوي”

انجلۍچې کورت ولید نو پوه شوه چې دا هماغه کورت دی چې د هغې ملګري په مکتب کې ورته ورکړی وو چې و يې خوري خو هغې له ځان سره کورته راوړ. او په بکس کې يې له څو ورځو را پدیخوا پاتي وو او د هغې له یاده ووت چې ويې خوري. اوس د موږکانو خوراک سو. هغې په مایوسې سره مور ته وکتل او ويې ویل

“ دا می ملګرې راکړ”

“ خو خوړلی به دې وو؟”

“ له یاده مي ووت”

“ له دې نه وروسته دي کورت په بکس کې کېنږدې که نه د موږکانو خوراک به شي ”

“ ښه مورۍ…. اوس مي دا بکس پاک کړه چې مکتب ته يې یوسم”

“ ښه ده”

مور يې بکس پاک کړ. او هغی ته يې ورکړ چې خپل کتابونه مکتب پکښي  یوسي.

که څه هم چې دوی څو ځله خپل کور کې د موږک وژونکو کېمیاوی موادو څخه کار واخیست خو لا هم  د دوی په کور کې ډیر موږکان ول. او دوا ګانو هیڅ ګټه نه کوله. هغی د مکتب په لاره کې فکر کوه او له ځان سره يې تصمیم ونیوه چې وروسته له دی به په بکس کې کورت نه ایږدی که نه موږکان به پری حمله وکړی.

د اکتوبر دویمه ، ۲۰۱۸ کال

سمیع الله خالد سهاک

مونتری، کالیفورنیا