کور / اقتصادي / د کندهار – بولدک د لويي لاري د جوړولو چاري پيل سوې

د کندهار – بولدک د لويي لاري د جوړولو چاري پيل سوې

د کندهار څخه تر بولدک او بولدک څخه تر ښورابک پوري د غځېدلي سړکونو د جوړولو چاري رسماً پيل سوې .

د سه شنبه په ورځ د کندهار څخه تر بولدک او بولدک څخه تر ښورابک پوري د غځېدلي سړکونو د جوړولو چاري رسماً د کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا لخوا د پټۍ په پرې کولو سره پيل سوې .

په دغه مراسمو کي کندهاروالي زلمي ويسا ترڅنګ  د ولايتي شورا غړو، د ملي امنيت رئيس، امنيه قومندانۍ د امنيت امر، د سپين بولدک، ښورابک، ريګستان، او معروف ولسواليو ولسوالانو، د  دولتي ادارو يو شمېر رئيسانو، د کلي ملکانو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه .

چارواکي وايي، چي د دغه سړکونو په جوړېدو سره به تر زياته حده د ښار او اړوندو ولسواليو د اوسېدونکو ستونزي حل سي .

ښاغلي زلمي ويسا وويل : د کندهار له هوايي ميدان څخه تر سپين بولدک ولسوالۍ پوري ( ۲ ) لاټه سړک چي ( ۸۰ کېلو متره ) اوږدوالۍ لري د ( ۲ ) نيمو کلونو په موده کي د ( ۲ ميليارډه ۵۸۵ ميليونه ) افغانيو په ارزښت د  ماليې وزارت  په مالي لګښت د فوائدعامې وزارت لخوا څخه جوړېږي .

همدداراز  د سپين بولدک ولسوالۍ څخه تر ښورابک ولسوالۍ پوري ( ۲ ) لاټه سړک چي ( ۲۳،۵ کيلومتره ) اوږدوالۍ لري د ( ۸۹۳ ميليونه ) افغانيو په ارزښت جوړېږي.

د ويسا  په خبره، له هوايي ډګر څخه تر بولدک او له بولدک څخه تر ښورابک پوري سړکونه چي ټول ( ۴ ) لاټه کېږي د بېلابيلو شرکتونو لخوا څخه جوړېږي .