کور / تازه خبرونه / مولانا فضل الرحمان: د پاكستان وجود په خطر كي دئ

مولانا فضل الرحمان: د پاكستان وجود په خطر كي دئ


د پاكستان د واكمنو ګوندونو اتحاد په يوه غونډه كي پرېكړه وكړه چي د طالبانو پر ضد د عملياتو پر ځاى مذاكراتو ته دوام وركړي.
تر غونډي وروسته د جمعيت العلماالاسلام مشر مولانا فضل الرحمان خبريالانو ته وويل چي د پاكستان وجود په خطر كي دئ.
نوموړي د غونډي په اړه زياته كړه چي ټولو مشرانو له هيواد سره په پوره مينه او صداقت د ستونزو د اوارولو او سولي راوستلو دپاره د هلو ځلو ژمنه وكړه.
مولانا فضل الرحمان وويل د غونډي مشرانو په يوه خوله پرېكړه وكړه چي دوى به د نړۍ د هر طاقت په وړاندي له واحد پاكستان څخه دفاع كوي او پر خپلو ملي ګټو به سودا نه كوي.