که زما منې کله کله ګډايې هم کوه!
تورک چې واده ته خبر وو، پوره يوه ګړۍ په سره لمر کې ګاډۍ(بس) ته سترګې پر لار پاتي شو خو د بس ګاډۍ (سرويس) پته نه وه . تر لږ چورت وروسته يې له سره خولۍ ايسته کړه وېښتان يې جړ پړ کړل د پتلون يوه پايڅه يې پورته او بله کښته کړه خولۍ يې کچکول کړه او دتم ځای خلکو ته يې په مات مخي په سندره کې ويل:
– بيچاره يم ناوخته کيږي واده ته نشم رسيدی د خداي په نامه د ټکسي کرايه خو راکړۍ ته نه نی نی …
د خلکو غوږونو ته ورغله چې وايي :بيچاره يم واده مې نه دی کړی بې کاره يم مرسته وکړئ چې يو ټکسي رانيسم ته نه نی نی…
نو چا لس چا شل په خولۍ کې ورواچولې لا نيمايي خلکو ته نه وو رسيدلی چې د پيسو شمير ورته پوره څرګند شو نو پيسې يې جيب ته کړې . خولۍ يې بيرته سمه او پر سر کړه ، پايڅې يې سمی کړې د سړک د غاړې د موچي نه يې بورس واخېست بوټونه يې پري پاليش کړه يو ه فانتا يې پر سر پورته کړه او ټکسي ته يې لاس ورکړ او ولاړ.
د کيږده قدمونه ! ( اهسته برو) پر مهال يو تن تورک ته نژدې شو او ورته يې په سا نيولی ږغ وويل:
ته هغه نه يې چې سوال دي کاوه؟
تورک سړی سر تر پايه له نظر تير کړ د کرتی غوټو ته يې ښه ځير شو چې دوې يې شليدلي وې، بوټونه يې په خټو لړلي وو شونډې يې وچی ښکاريدې داسې برېښيده چې ډوډۍ ترې خلاصه شوي وي ايله اهسته بروته را رسيدلی دی.
تورک کټ کټ وخندل په فيلوسفانه توګه يې ورته وويل:
اې ساده !زه پوهيدم که دا کار ونه کړم تا غوندي به نهار د آهسته برو په اوريدو تيز برو کيدم چې کور کې هم پياوه را نه خلاصه نه شي
کابل۱۹۹۰